
یوه ځانمرګي برید تېر ماښام د میلادالنبي د نمانځنې په مراسمو کې چې اورانوس هوټل کې جوړ شوي وو، ډېرې کورنۍ په غم واړولې.
په دغه برید کې د ټپیانو کورنۍ غړي چې سپینږيري، ځوانان، ښځې او نارینه پهکې شامل دي، د کابل اېمرجېنسي روغتون مخې ته د کورنۍ د غړیو لیدو ته په تمه دي، خو داسې ښکاري چې د روغتون مسوولان ورته د ننوتو اجازه نه ورکوي.
د روغتون مسوولانو یوازې لږ شمېر کسانو ته اجازه ورکړه چې له لرې خپل ناروغان وویني او پاتې نور اړ دي چې د ډاکټرانو په مالوماتو بسنه وکړي.
وحیدالله شیراني وايي، په پېښه کې یې ماما ټپي شوی، خو دوی لا لیدلی نهدی. د شېراني په وینا، ډاکټرانو ورته ویلي چې په خېټه کې یې چره خوړلې، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
په همدې حال کې د بغلان اوسېدونکی محمد چې اېمېرجېنسي روغتون ته د خپل ۲۲ کلن خوريي لیدو ته راغلی وايي، دا ډول بریدونه په کوم کتاب روا دي چې دوی پهکې بېګناه هېوادوال ووژل.
که څه هم د روغتونونو مخې ته د بېګانۍ پېښې نوملړونه ځوړند دي، خو د یوشمېر کورنیو د خپلوانو مړی او ژوندی مالوم نهدی.
یو سپینږیری چې له بېګا راهیسې په خپل زوی پسې ګرځي وایي، یوازینۍ هیله یې د زوی موندل دي؛ مړ یا ژوندی، مهمه نهده.
روحالله چې ۱۵ کاله عمر لري او شیخزاید روغتون کې بستر دی وايي، په بېګاني برید کې یې ۳ ملګري وژل شوي دي. نوموړی زیاتوي، تېره شپه لومړی ارامي وه. د قرآنکریم تلاوت پیل شو. دوه درې آیتونه یې چې ولوستل شول، ځانمرګی وشو. زه له بریده ګره شاوخوا ۵ متره لرې وم.
شیخزاید روغتون، اورانوس هوټل ته تر ټولو نږدې دی او د بېګانۍ پېښې ډېر مړي او ټپیان هم همدې روغتون ته وروړل شوي دي.
د دغه روغتون رییس وحدت الکوزی وايي، شاوخوا ۵۰ کسان وروړل شوي چې له ډلې یې ۱۱ هغو ژوند بایللی دی.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، په پېګاني برید کې ۵۵ کسان وژل شوي، خو د پېښې عیني شاهد سمېعالله وايي، په عدلي طب یې کې د ۶۷ کسانو جنازې لیدلې دي.

نوموړی وايي، د میلادالنبي د نمانځنې لهپاره هوټل ته راغلي وو. تر لمانځه وروسته د قرآنکریم په تلاوت غونډه پیل شوه. تلاوت لا پایته رسېدلی نه و چې د ځانمرګي غږ شو، ټول ځایونه خالي او په وینو لړلي وو.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د تېرې شپې په ځانمرګي برید کې ۵۵ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان دي.
د دغه برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې په غاړه اخیستی نهدی، خو وسلهوالو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه برید غندلی دی.





