ولسي جرګه: د اوسني حکومت ټينګ ملاتړ کوو

سره له دې چې تردې وړاندې به د ولسي جرګې په ډیرو عمومي غونډو کې د حکومت پر وړاندې د وکیلانو نیوکې توندې وې او ډیرځلې یې اوسنی حکومت ناقانونه بللې، خو کله چې د ولسي جرګې د کارد دوام په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ اعلامیه خپره کړه او  بیا د ملی شورا پر ودانۍ برید وشو له دغو دوو پېښو وروسته د ملي یووالي حکومت په اړه ددې جرګې د ځينو وکیلانو په دریځ کې ښکاره بدلون ترسترګو کيږي.

اوس مهال ډير وکیلان په دې نظر دي، چې شرایطو ته په کتو باید ولسي جرګه د اوسني حکومت ټينګ ملاتړ وکړي.

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د جرګې غړي انجینیرذکریا پر وکیلانو غږ وکړ، نور باید له خپلمنځي جنجالونو تېر او د یوبل ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي، چې د دښمن ارمان پوره شي.

د ذکریا په وینا، که هرڅومره د ملي شورا غړي له حکومت سره په تضاد کې و اوسي هغومره د دښمن په ګټه دي او خپلو موخو ته په اسانۍ سره رسيدی شي.

دهغه په وينا، د دښمن له وروستي بريد څخه وروسته د دوی روحيه پياوړې شوې او نور غواړي، چې د حکومت ټينګ ملاتړ وکړي.

تردې وړاندې کله چې د ولسې جرګې د کار د دوام او نه دوام او دغه راز پر نورو ملي مسلو باندې به په عمومي غونډو کې بحث کېده، نو په وار وارسره ولسمشراو اجرایوي ريیس په ملي خیانت تورن شوي دي او څو ځله ددې وړاندیزهم شوی و چې دواړه ډاکټران باید محاکمه شي.

خو په نننۍ غونډه کې بیا ځېنې وکیلان په دې ټینګارکوي، چې ټول باید د حکومت ملاتړ وکړي او په دې سره به دښمن ته ماتې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني تېره شپه د ملي شورا ځينو غړو سره په ارګ کې وکتل.

نوموړي د ملي شورا غړو ته ويلي که تل پاتې سوله او ثبات غواړئ، نو مونږ سره د اصلاحاتو په برخه کې لاس یو کړئ.

ولسمشر په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازو ته زياته کړه، چې د امنيتي ارګانونو غېر سياسي کول، په تقرریانو کې د معيارونو تطبیق، په دغو برخو کې د سياسي قشر او عامو وګړو ملاتړ افغانستان سولې او ثبات لور ته بيولی شي.

همدارنګه افغان ولسمشر په امنيتي برخه کې د ځينو پرمختګونو څخه هم خبر ورکړ.

هغه وویل، چې راتلونکي څلور میاشتې به د افغانستان له پاره برخلیک ټاکونکی وي.

هغه ويلي، په دغو څلورو میاشتو افغان حکومت د قوي ځانګړو چاڼيزو عملياتو تدابير لري.

د جرګې بل غړي صالح محمد صالح وویل، څو چې افغانان د یووالي لاس سره ورنه کړي او د ولسي جرګې دغړیو ترمنځ یووالی رانه شي ستونزې نه شي لرې کیدی.

ده وویل، په ګوندي، تنظیمي، قومي، مجاهد اونه مجاهد خبرو پسې مه ګرځئ لاس سره ورکړﺉ په یوه قوت د دولت ملاتړوکړﺉ که نه دا وطن ورانيږي.

د ځینو کتونکو په باور،کله نا کله سختې ورځې او له سختو پېښو اوستونزو سره مخ کیدل د یووالي او ټینګ دریځ د غوره کیدو لامل کیدی شي.

په غونډه کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، د خلکو د استازو په توګه د ټولو وکیلانو دنده ده، چې د ملي یووالي د حکومت ملاتړي او مرستندویه شي او نورشخصي، تنظیمي او سمتي غوښتنې لرې او پرځای یې د یووالي په فضا کې جوړونکې طرحې حکومت ته وړاندې او ټینګ ملاتړ یې وکړو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام