اسټرالیا د افغانستان د للمي ځمکو له پاره ۲۵ میليونه ډالرو مرسته کوي

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ورزارت وايي، چې د اسټرالیا هېواد په افغانستان کې د للمي ځمکو د ګټې اخیستلو استراتیژۍ پلي کولو له پاره ۲۵ میلیونو امریکايي ډالرو مرسته کوي.

د کرنې وزیر اسدالله ضمیر وویل، چې دغه ستراتیژي به په راتلونکي څلور کلونو کې په بېلابېلو پړاوونو کې پلي شي، چي په لومړي پړاو کې ۱۶ هغه ولایتونه شامل دي چې ډېرغنم پکې کرل کیږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت نن (سه شنبه) په کابل کې د اسټرالیان هېواد له سفیر مات انډرسون سره دغه د مرستې کولو دغه تړون لاسلیک کړ.

د کرنې وزارت له ۱۳۹۰ کال راهیسې وکولی شول د استرالیا هېواد په مرسته د دافا په نوم  پروژې په پلي کولو سره په للمي ځمکو کې کرنه پیل کړي.

دغه راز، په افغانستان کې د استرالیا سفیر انډرسون غونډې ته وویل، د خوشالي ځای دی، چې هېواد یې په وچو سیمو کې د کرنې استراتیژي نه ملاټر کوي او دغه پروګرام به په راتلونکو ۵ کلونو کې د کرنې له وزارت سره یو ځای پلی کړي.

انډرسون پروینا، دا په افغانستان د پراختیا په برخه کې یو ګټور ګام دی.  

د افغانستان د کرنې، بولګولو او مالدارۍ وزیر پروینا افغانستان هر کال ۶ میلیونه ټنه غنمو ته اړتیا لري، چې تېرکال په افغانستان کې څلورنیم میلیون ټنه غله تولید شوې وه؛ خو  د دې ستراتیژي په پلي کېدو سره به افغانستان د غلې له پلوه پر ځان بسیا هېواد شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام