.jpg)
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس داود مرادیان په کابل کې د ملي خبرو اترو او د هېواد بهرني سیاست تر نوم لاندې جوړې شوې غونډه کې وویل، چې په تېرو څوو لسیزو کې افغانستان د سیاست په ډګر کې د څوو "پڅو ککریو" د "ځان غوښتنې" او په "عقل پوره چارواکو" له امله دروند لګښت ورکوي.
د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح په دې غونډه کې وویل، د افغانستان بهرنی سیاست دوه اساسي برخې لري؛ یوه هغه یې بهرنۍ او بله يې وروسته پاتې سیاسي پاړکی دی، زما موخه له دې کسانو دولتي کسان نه دي؛ بلکې سیاسي پاړکی دی، چې په افغانستان کې دی.
دی وايي، تر هغې چې د دغو دواړو ترمنځ همغږي رامنځته نه شي، افغانستان به د بهرني سیاست څښتن نه شي.
.jpg)
صالح زیاتوي، که د افغانستان د بهرني سیاست ژبه په سمه توګه مدیریت نه شي سیمه ییز غبرګونونه به را وپاروي.
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا وویل، په اوسني حالت کې باید د افغانستان بهرنۍ سیاست "متوازن کثرالمحوري" او له "توکمي" مسایلو لري وي.
سپنتا زیاته کړه، د ملي یووالي حکومت باید د داعش په اړه د سیمې هېوادونو اندېښتو ته جدي پام وکړي او پرې نږدي، چې افغانستان د ترهګرو په مېشت ځای بدل شي.
خو د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمد اندېشه بیا وايي، چې د افغانستان روانه ستونزه بهرنۍ ریښه لري.
د اندېشه پر خبره، سیمه ییز هېوادونه د افغانستان بهرني سیاست او سیمه ییزو مسلو په برخه کې د کابل بې پرېتوب غوښتنه کوي.





