د ملي پولیسو ملاتړ له‌پاره د حمایوي پولیسو تشکیلېدل

د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په ګډون د ملي امنیت لوی رییس استجواب شوي وو او د امنیتي وضعیت په اړه یې د وکیلانو پوښتنې ځواب کړې.

په غونډې کې د ملي دفاع وزیر او د ملي امنیت لوی رییس لهدې امله ګډون نه‌ و کړی چې د ملي دفاع وزیر له هېواده بحر په یو رسمي سفر تللی او د ملي امنیت رییس هم په یوې بلې غونډه کې بوخت و؛ خو د کورنیو چارو وزیر ویس‌‌احمد برمک د امنیتي وضعیت، تدابیرو او د پولیسو د زیاتوالي په اړه د وکیلانو یو شمېر پوښتنې ځواب کړې.

ښاغلي برمک وویل، ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم او سرحدي پولیسو له تللو سره  پولیس بې‌حمایې شوې‌دي او د دولت د دوښمنانو تحرکات هم ډېر شوي چې له‌دې سره هم‌مهاله پولیس هم له یو لړ ستونزو سره مخ شوي‌دي.

د ده په خبره، د پولیسو د حمایې له‌پاره یې یوه نوې طرحه جوړه کړې او تېره ورځ یې ولسمشر ته وړاندې کړې‌ده. هغه ۳ زره د عامه نظم پولیس چې لهدې وزارت سره پاتې دي باید د حمایوي پولیسو په نامه لهدې وزارت سره پاتې شي.

دغه راز د کورنیو چارو وزیر وویل د ملي شورا هر غړي ته د دوو موټرو نوي پلیټونه په پام کې نیولي او نور نه شی کولای زاړه پلیټونه وکاروی.

ده وویل د ولسمشر وروستي امر له‌مخې د کورنیو چارو وزارت یوشمیر وسایط او پولیس چې له ځینو  کسانو سره خدمتي دي بېرته خپلو اصلي دندو ته ورګرځول کېږي.

د ولسي جرګې دویم مرستیال امیرخان یار چې د غونډې مشري یې کوله وویل د افغانانو ستره اړتیا امن دی چې ټول امنیتي چارواکي باید جدی پام ورته وکړي.

د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې استجوابیه غونډی ته وویل دغه وزارت د پولیسو ملي کېدو هڅې ګړندۍ کړې دي.

ده زیاته کړه د زونونو، ولایتونو او کابل په ګډون د پولیسو په لیکو کې د سمون بهیر روان دی چې پر امنیتي حالت به مثبت اغېز ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام