په بلخ کې د سلام وطندار خبریال وايي، چې نن پنجشنبه (۲۰۱۵م زيږديز/اپريل ۹) له غرمې مخکې د دې ولایت پر استیناف څارنوالۍ وسله وال برید شوی.
دا مهال د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته روانه ده.
لومړني راپورونه وايي، چې په پېښه کې تر اوسه یو تن وژل شوی او ۷ نور ټپيان دي.
په وژل شويو کسانو کې د بلخ ولایت د شپږمې حوزې امر او په ټپي شويو کې د ياد ولایت د امنيې قومندانې وياند هم شامل دي.
د راپورونو پر بنسټ ډيری ټپي شوي کسان د بلخ ولایت د استیناف څارنوالۍ ساتونکي دي.
له پېښې څخه د سلام وطندار خبريال خبر ورکوي، چې تر اوسه دوې چاودنې شوي.
د بلخ ولایت د مزار شریف ښار ملکي روغتون سرطبیب نور محمد فېض رسنيو ته ويلي، چې تر اوسه دوی ته د بريد له ځایه دوه مړي او ۲۰ ټپیان ور وړل شوي دي.
نوموړي دا هم ويلي، چې په ټپيانو کې پوليس، ماشومان، څارنوالان او نور ملکي وګړي شامل دي.
عيني شاهدان وايي، چې بريد څلورو کسانو په پوځي جامو کې ترسره کړي.
د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې بريد دوی ترسره کړی او د نوموړی په وينا تر اوسه پورې زيات دولتي کسان يې هم وژلي دي.
د استیناف محکمې ودانۍ ته نږدې د ولایت ودانۍ، د اطلاعاتو او کلتور ریاست او څو نورې دولتي ادارې شتون لري.
بلخ د افغانستان په شمال کې نسبتاً خوندي ولایت دی او د ناامنيو پېښې پکې د نورو ولايتونو په پرتله کم دي.





