په ۱۳۹۶ل،م کال کې د افغانستان امنیت

په افغانستان کې په ۱۳۹۶ل،م کال سترې امنیتي پېښې رامنځته شوې چې په پایله کې یې سلګونه هېوادوال ووژل شول او ټپيان شول. موږ په دې راپور کې د هېواد مهمې پېښې راخیستي او سپړلي دي.

د ۹۶ل،م کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه لومړي ځانمرګي برید د کندهارـ هلمند په دوې لاره کې وشو، چې ۱۴ تنه یې ووژل او ۶ نور یې ټپيان کړل؛ له هغې وروسته د وزیر محمد اکبر خان پر عمومي سړک ځانمرګي برید ۸۰ کسان ووژل او ۳۴۷ نور یې ټپي کړل.

د دغو پېښو د قربانیانو په کورنیو کې د ویر ټغر لا ټول شوی نه و چې د کورنیو چارو وزارت پر زړې ودانۍ موټربم برید ۹۵ کسان ووژل او له ۲۰۰ زیات یې ټپیان کړل.

دغه‌راز په غوايي میاشت کې په بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو ځانمرګي ډله‌ییز برید کې چې دفاع وزارت یې د مرګ‌ژوبلې شمېرې خپرې کړې وویل، په دې برید کې ۱۰۰ تنه امنیتي سرتېري او افسران وژل شوي او ځېنې نور ټپیان دي چې رسنیو بیا دغه شمېر دوه برابره وښودله. ولسمشر غني د شاهین قول اردو له برید وروسته په ټول هېواد کې ملي مات اعلان کړ.

د دغو پېښو لوخړې لا ورکې شوې نه وې چې د ۱۳۹۶ کال په جوزا میاشت کې المان سفارت ته نږدې په زنبق څلور لاره کې له چاودېدونکیو توکیو ډک ټانکر موټر ته چاودنه ورکړل شوه. ملګرو ملتونو د دغې چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۲ او د ټپيانو شمېر ۵۰۰ تنه اعلان کړ.

له چاودنې ورځ وروسته هېوادوالو د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي چارواکیو پاتې راتلو په غبرګون لاریون وکړ چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا پر لاریونوالو ډزې وشوې او په پایله کې یې ۷ لاریونوال ووژل شول او ۲۰ تنه نور ټپیان شول چې په دې ډله کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار زوی سالم ایزدیار هم ووژل شو.

د روژې میاشتې په اتمه هم د سالم ایزدیار د جنازې مراسمو کې چې د حکومت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني هم ګډون کړی و، درې پرلپسې چاودنې وشوې چې ۸ تنه په کې ووژل شول او ۸۷ تنه نور یې ټپيان کړل.

له دغو خونړیو بریدونو وروسته د پکتیا پر امنیې قوماندانۍ برید کې ۴۷ کسان ووژل شول او ۱۶۱ نور ټپیان شول.

د دغو بریدونو ترڅنګ پر انټرکانټینینټل هوټل برید، په کندهار کې د پوځ پر پوستې برید چې ۴۶ کسان یې د مرګ خولې ته ورکړل، د مارشال محمد قسیم فهیم نظامي پوهنتون مخې ته ځانمرګی برید، د ننګرهار په ملي راډیو ټلویزیون او کابل کې پر شمشاد ټلویزیون برید، پر امام زمان، الزهرا او هرات کې پر جامع جماعتونو وسله‌وال برید او کابل کې د عطامحمد نور پلویانو ته نږدې ځانمرګی برید په ۱۳۹۶ کال کې د طالبانو او داعشیانو له سترو بریدونو دي چې زرګونه افغانان یې د غم په ټغر کېنول.

د دغو پېښو په اړه پوځي شنونکي وايي چې استخباراتي بنسټونو کې کمزورتیا، د مخالفینو جګړه‌ییزو تکتیکونو کې بدلونونه او سیاسي ننګونې لامل شوي چې ۱۳۹۶ کال کې زړه‌‌بوږنوکې امنیتي پېښې رامنځ ته شي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین مرزا محمد یارمند وویل، افغانستان په کړکېچ کې دی او پرېکړې په دوښمن پېژندونکي ډول نه ترسره کېږي او دغې چارې پر امنیتي ځواکونو اغېز کړی دی.

ښاغلی یارمند له حکومته غواړي، د تېرکال کمزوریو ته په پام د نوي کال له‌پاره ګټور پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسي.

اخوا د پوځي چارو شنونکی کابل خان تدبیر هم وايي، په ۱۳۹۶ کال کې امنیتي ځواکونو او استخباراتي بنسټونو نیمګړتیاوې او تېروتنې درلودې چې په راتلونکي کال کې باید ترې مخنیوی وشي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې  یا اوچا هم د راپور په خپرولو سره ویلي، تېرکال ته په پرتلې روان ۱۳۹۶ کال کې امنیتي پېښې ۵ برابره زیاتې شوي دي.

د ملګروملتونو سازمان هم په یو ریپوټ کې په دغه کال کې د افغانستان امنیتي وضعیت د سختې اندېښنې وړ بللی دی.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د لومړي ځل له‌پاره د امریکايي ځواکونو له لوري د بمونو مور غورځول، د کال بله مهمه امنیتي پېښه شمېرل کېږي. دغه بم چې د لومړي ځل له‌پاره افغانستان کې وکارول شو له سلو زیات داعشیان یې ووژل.

د دغه بم غورځولو یو لړ غبرګونونه هم له ځان سره درلودل چې د ولسي جرګې یوشمېر غړیو د امریکايي ځواکونو دغه کار له ترهګرۍ سره مبارزه کې جدیت وباله؛ ځېنو نورو یې بیا غندنه وکړه.

۱۳۹۶ کال کې طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو په یوشمېر ولایتونو کې حکومت ته جدي ګواښونه پېښ کړل چې آن د ځینو ولایتونو د نیولو خبره هم مطرح شوه؛ په فراه، کندوز، جوزجان، فاریاب او څوو نورو ولایتونو کې سختو نښتو، د مسافرینو پر وړاندې د تګ راتګ لارې بندې کړې.

دغه‌راز په ۱۳۹۶ کال کې جنايي جرمونه د هېوادوالو بله هغه اندېښنه وه. تصور دا دی چې کابل د پلازمېنې په توګه باید ډاډمن امنیت ولري، خو برعکس د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ترڅنګ کابل کې د جنايي جرمونو کچه هم لوړه وه.

د کابل ښار ۱۵ حوزې اړوند په ۵۰۰فامیلي سیمه کې په مرموز ډول د یو کورنۍ ۱۰ غړي ووژل شول.

د وژل شوې کورنۍ یو پاتې غړي کیسه کا چې ۴ بریدګر د پولیسو په لباس کې په نیمه شپه وراوړي او د کورنۍ ۴ مېرمنې، ۴ نارینه او ۲ ماشومان وژني.

د دغو پېښو ترڅنګ د کابل په وزیر اباد سیمه کې د یوې کورنۍ ۵ غړیو وژل کېدو د خلکو اندېښنې لا زیاتې کړي. د دغې مرموزې وژنې د ټولو قربانیانو عمرونه له ۴ تر ۱۶ کلونو وو. دغه کسان په خورا ظلم د ترښځې په ګوزار وژل شوي وو او بیا یې سوځولي وو.

له کابل وروسته، مزار ښار کې د جنايي جرایمو کچه لوړه وه. په بلخ ښار کې د ناپېژندو وسله‌والو له لوري د وژنو او انسان تښتونو پېښو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې؛ دغه‌راز د ارګ او بلخ ترمنځ شخړو هم مزار کې د جنايي جرمونو په زیاتېدو کې سره مرسته وکړه او یوازې وروستیو ۲ میاشتو کې ۵۰ کسان په مرموز ډول ووژل شول.

همدارنګه د بلخ د والي پر ویاند منیر احمد فرهاد ډزې په بلخ کې د جنايي جرمونو له ژوندیو بېلګو شمېرل کېږي.

له دې سره، سره د کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په کچه جنايي جرمونه کم شوي او یوازې په کابل کې ۷۰۰ جنايي پېښې ثبت شوي چې تېر ۱۳۹۵ کال ته په پرتلې کموالی ښيي.

په دې اړه د ملي دفاع وزارت وزارت ویاند جنرال دولت وزیر وايي، امنیتي ادارې لاس تر زنې نه دي ناستي. زیاتوي چې امنیتي ځواکونو د خلکو د امنیت ټنګښت او وسله‌والو خپلو په اړه یې شپه او ورځ عملیات کړي دي.

دی وايي امنیتي ځواکونو ۱۳۹۶ کال کې ۹۲۶ عملیات ترسره کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د دغو عملیاتو په پایله کې زرګونه طالبان وژل شوي او ۱۰ زره او ۸۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي وزیري په وینا، وژل شویو کې ۳۷۵ طالب او ۷۲ هم داعش قوماندانان شامل دي. هغه زیاتوي، دغه کال کې یې د مخالفینو څو لوی پلانونه شنډ کړي او سیمې یې د هغوی له ولکې بهر کړي دي.

وزیري وايي، د ۱۳۹۶ کال عملیاتو پایله کې ۲۲۵۰ داعشیان هم وژل شوي دي.

دغه‌راز د کورنیو چارو وزارت وايي، ۹۶ کال د امنیتي ځواکونو له‌پاره له لوړو او ژورو ډک کال و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل، ۱۳۹۶ کال کې یې دوښمنانو ته درانه تلفات اړولي او په وینا یې دغه کال کې د امنیتي ځواکونو په مرګ‌ژوبلې کې دوه سلنه لوړوالی راغلی.

ښاغلی دانش زیاتوي، ۱۳۹۶ کال کې د ټول هېواد په کچه ۱۸۶۰۰ جنايي پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۱۵۵۰۰ قضیې یې کشف او څېړل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام