د ننګرهار له زندانه ۳۳۸ بندیان ورک دي

پرون مازدیګر مهال یوشمېر وسله‌والو لومړی د ننګرهار پر زندان د یوه موټربم برید په کولو سره پیل او نږدې یو شواروز یې دوام وکړ.

ویل شوي چې وسله‌وال تر موټربم برید وروسته له دوو لارو زندان ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره پر جګړې اخته شول.

ځینې وسله‌وال بیا زندان سره نږدې یوې لوړپوړې ودانۍ ته ختلي وو او له هغه ځایه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې. دغې ودانۍ کې کورونه هم شته.

د ننګرهار امنیه قومندان ایمل نیازي رسنیو ته وویل، د دغه ولایت په زندان کې د برید پر مهال ۱۷۹۳ بندیان وو چې له ډلې یې ۱۰۲۵ هغه د تېښتې پر مهال نیول شوي او ۴۳۰ نور په زندان کې ژغورل شوي دي.

چارواکي وايي، په دې نږدې یو شواروز جګړې کې ۲۹ کسان چې امنیتي ځواکونه، ملکي وګړي او زندانیان په‌کې شامل دي، وژل شوي او له پنځوسو ډېر ټپیان دي.

د ننګرهار د چارواکو له لوري په زندان کې د شته بندیانو، بېرته نیول شويو او ژغورل شويو بندیانو شمېر ته په کتو، تر اوسه ۳۳۸ بندیان ورک دي چې ښايي ځینې یې وژل شوي او ټپیان هم وي.

په همدې حال کې د ننګرهار د ولایتي شورا یو غړی سهراب قادري وايي، د جګړې پر مهال د ننګرهار په زندان کې نږدې سل بندیان پاتې او نور تښتېدلي وو، خو امنیتي ځواکونو ایله اووه سوه بندیان بېرته نیولي دي.

قادري د ننګرهار په زندان کې د ځینو بندیانو له قوله وايي، د برید پر مهال زندان کې په جګړه اخته بریدګر د پښتو او دري پر ځای پر یوې بهرنۍ ژبې خبرې کولې چې څوک پرې نه پوهېدل.

بله‌خوا د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د دغه ولایت پر زندان برید ۱۵ بریدګرو کړی و.

که څه هم دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ننګرهار پر زندان برید یې د اتو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسولی، خو لا هم په سیمه کې جګړه شته او ننګرهار ولایتي ادارې د جګړې د ختمېدو نه دي ویلي.

دغه راز نن مازدیګر شاوخوا څلورنیمې بجې د ننګرهار د بهسودو ولسوالي په لسمې ویالې کې هم جګړه پیل شوې، خو تر اوسه یې په اړه رسمي نظر نه دی ورکړل شوی.

داسې راپورونه هم وو چې د برید پر مهال زندان کې یو شمېر زندانیان هم مسلح شوي او جګړه یې کړې ده، خو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دوشنبې په ورځ پر جلال‌اباد ښار د ډار او وېرې څپه راخپره وه، هرې خوا ته امنیتي ځواکونه لیدل کېدل او عامو خلکو ته په ښار کې د ګرځېدو اجازه نه ورکول کېده.

د پولیسو له لوري یو شمېر نیول شوي زندانیان وايي، د زندان په داخل کې وسله‌والو ورته د بهر تلو او تښتېدلو ویل؛ نو ځکه خو یې زندان پرېښی و.

د دغې جګړې له اوږدېدو وروسته نن دوشنبه له غرمې وروسته لوی درستیز جنرال یاسین ضیا هم ننګرهار ته رسېدلی و چې د جګړې مشري یې هم اخیستې وه.

طالبانو په یوې اعلامیه کې ویلي چې په یاد برید کې لاس نه لري.

پر ننګرهار زندان د برید مسوولیت داسې مهال داعش وسله‌والې ډلې اخیستی چې حکومت د دې ډلې د بشپړې ماتې خبره کوي، خو اندېښنې دا دي، که دغه ډله اوس هم د دومره لویو او اوږدو بریدونو توان لري؛ نو ویره شته چې داعش به یو وار بیا په ختیځ کې خپل جګړه‌‌ییز فعالیتونه او بریدونه پیل کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام