د یو شمېر مدني بنسټونو او ښځو حقونو فعالانو له حکومت څخه و غوښتل ژر تر ژره دې د رخشانې سنګسارولو عاملین ونیسي
دوی په دې شعار سره وینا وکړه، چې نن لسګونه تنه د ښځو حقونو او مدني بنسټونو فعالان د فرخندې او رخشانې له پاره د عدالت غوښتنه کوي.
د ښځو شبکې رییسه حسینې صافۍ نن د (نومبر په ۱۰ مه) د مدني ټولنو له خوا په جوړې شوې غونډې کې وویل، چې د فرخندې له وژلو ۸ میاشتې تېرې شوي، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
مېرمن صافۍ وویل، د هرې ورځې په تېرېدو د فرخندې قضیه له سکوت سره مخ کیږي او ستره محکمه په دې اړه وروستی حکم نه صادره وي.
دغه مېرمن وايي، محکمه د فرخندې د قتل دوسیې په اړه د سترې محکمې وروستۍ پرېکړې ځنډول د دوسیو زیات حجم او د تورنو کسانو زیاتوالی بولي او زیاتوي، چې دغه کار زیات وخت ته اړتیا لري.
صافۍ وايي، تر هغې چې محکمې د فرخندې په اړه وروستۍ حکم صادر نه کړي دوی به خپلو اعتراض ته دوام ور کړي.
د ښځو حقونو فعاله فروزان مشعل وايي، چې محکمه د فرخندې د قتل دوسیې په پرېکړه کې پاتې راغلې، په داسې حال کې چې د ښځو پر وړاندې څو برابره تاوتریخوالی زیات شوی دی او د څو پېښو شاهدان یو.
فروزان حکومت او عدلي قضايي بنسټونه د فرخندې په قضیه کې ناکام بولي.
په ورته وخت کې د فرخندې مدافع وکیله نجلا راحیل وايي، چې د سترې محکمې د قانونو پر اساس په ۴ میاشتو کې خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړې وی.
د مېرمن راحېل په باور شاوخوا ۳ میاشتې د وروستي حکم صادرولو له نېټې اوښتې دي او سترې محکمې په دې برخه کې قانون مات کړی دی.
نوموړې له سترې محکمې غوښتل، چې د لومړۍ او دویمې محکمې پرېکړې ماتې کړي، د دې په باور دواړو محکمو په ناعادلانه ډول دوسیې څېړلي دي او حکمې صادر کړی دی.
د فرخندې مدافعې وکېلې وویل، د ۴۹ نیول شویو کسانو له جملې ۱۲ تنه یې بندیان دي او پاتې نور خوشې شوي دي.
د غونډې په پای کې د مدني ټولنې ۴ ماده ییز پرېکړه لیک ولوست او له سترې محکمې څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره په دې اړه وروستی حکم صادر کړي.
له بل لوري په مزار شریف کې د ښځو شبکې مسولې عارفه صفار عدلي او قضايي بنسټونه د فرخندې په دوسیه کې په ناغېړۍ تورن کړل.
د حقوقي مسایلو شنونکی طاهر هاشمي په دې اړه سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د فرخندې د قتل دوسیه د سیاسي کېدو له امله د عمومي څېړلو له بڼې وتلې ده او ځنډول شوې.





