.jpeg)
د هېواد په شمال لویدیځ کې د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شېر عزیز کاموال وايي، چې بېګا شپه ناوخته ۱۲بجې د ملي اردو یو بریدمل او یو سرتېري د کندوز د پلازمېنې په لویدیځه برخه کې د زاخېلو په سیمه کې د ملي اردو ۱۲ سرتېرې وژلي دي.
د کاموال په خبره، دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د شپې له خوا دا دوه سرتېري د خپلې پوستې پهیر داران وو، چې لومړی یې خپل ملګري وژلي او بیا یې خپلې وسلې له ځان سره وړي.
د ده په خبره، دا دوه تنه له دې پېښې وروسته له وسله والو طالبانو سره یوځای شوې دي.
خو د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي بیا وايي، چې د ملي اردو دغو دوو تنو له پخوا نه له طالبانو سره اړیکه لرله، چې لومړی یې خپل ۱۲ تنه د ملي اردو ملګري مسموم کړي او بیا یې طالبانو ته خبر ورکړی، چې طالبانو له خبرېدا سره سملاسي پر پوسته برید کړی او ۱۲ واړه سرتېرې یې وژلي دي.
.jpeg)
د ده په خبره، د ملي اردو د یادو کسانو قاتلان د طالبانو له خوا روزل شوي او د زاخېلو په سیمه کې د ملي اردو کرښو ته لېږل شوي وو.
خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د زاخېلو په سیمه کې پر یوې پوستې برید کړی، چې د ۱۳ سرتېرو په ګډون یې د هغوی قوماندان هم وژلی او پوسته یې نیولې ده.
د چارو شننونکي په دې باور دي، چې د افغان ځواکونو په رهبرۍ کې د ښه مدیریت نشتوالي او د واسطو او اړیکو په واسطو مقررۍ دا ډول ستونزې راپیدا کولی شي.





