د دوشي ـ بامیان لارې جوړولو په موخه ۲۵۰ ميليونو ډالرو د تړون لاسلیکېدل

د ماليې وزارت د ۲۵۰ میليونو ډالرو په ارزښت له نړېوال بانک سره یو تړون لاسلیک کړ، چې د تړون له مخې به د دغو پېسو پر یوه برخه د هندوکش په اوږدو کې د بامیان ـ دوشي لاره جوړه شي.

همدارنګه په تړون کې دا هم ویل شوي، چې د یادو پېسو يوه اندازه به د سالنګونو د بیا رغونې په برخو کې هم ولګول شي.

د ماليې وزیر اکلیل حکيمي نن شنبه (نومبر۱۴مه) د دغه تړون د لاسلیک کولو پر مهال وویل، چې د دغه تړون پېسې بلاعوض دي، چې د نړېوال بانک له لوري افغان حکومت په واک کې ورکول کيږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د حکومت یو له پالیسو دا دی، چې افغانستان د مرکزي اسیا او سویلي اسیا ترمنځ په یو ارتباطي پل بدل شي او څنګه و کولی شي د سوداګرو له پاره د ترانزیت په برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کړي.

د ماليې وزیر وویل، چې د دغو پېسو تدارکاتي پروسيجر به په ډېر شفاف ډول طی مراحل شي.

د ټولګټو وزیر محمود بلیغ وايي، چې د دوشي ـ بامیان لارې او د سالنګ تونلونو بیا رغولو چارې به په ۲۰۱۶ م ز کال کې پېل شي او تر ۲۰۱۹ م ز کال کې به پای ته ورسيږي.

نوموړي له دې وړاندې هم بامیان ته د خپل سفر پر مهال په راتلونکي ميلادي کال کې د دغې لارې جوړولو په اړه خبر ورکړی و.

هغه زیاته کړه، چې د دوشي ـ بامیان لاره ۱۵۲ کیلو مترو او سالنګونه به ۸۶ کیلو مترو په اوږدو کې جوړه شي.

د نوموړي په وینا، د شمال لارې او د سالنګ تونلونو جوړول به د جبل السراج څخه پېل او د خنجان تر ولسوالۍ پورې دوام وکړي.

هغه وویل، چې دغه طرحه د هغو طرحو په ډله کې شمېرل کيږي، چې د افغانستان شمالي ولايتونه له سویل او مرکز سره نښلوي.

په افغانستان کې د نړېوال بانک رییس باب سام وايي، چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کېدا د سړکونو په جوړولو پورې مستقیمه اړیکه لري.

هغه هیله وښوده، چې د دغو دوو لارو په جوړولو سره به د خلکو په اقتصادي ژوند کې مثبت اغیز راشي او د افغانستان د ښاري تړښت زمينه به برابره کړي.

محمود بلیغ وايي، چې نړېوال بانک او د ټولګټو وزارت د دغو لارو د جوړولو سم انسجام په موخه یوه فني ډله جوړه کړې.

یاده دې وي، چې تر اوسه د دوشي ـ بامیان په اړه ۲۳،۷ کیلو متر سړک استملاک شوی او د منظوري له پاره د افغانستان کابينې ته استول شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام