
د ملي امنیت څارنوالۍ لهخوا د تخار ولایت د ملي امنیت څارنوالۍ ته لېږل شوي مکتوب کې کاږل شوي هغه کسان چې په لاریونونو کې خلک تفرقې ته هڅوي، دولتي نښان او بیرغ ته سپکاوی کوي دا کړنه یې د هېواد د ملي امنیت په خلاف ده او ملي امنیت ته زیان رسوي.
څارنوالۍ د جزا کډ د ۲۵۶ مادې په استناد لیکلي دي هغه کسان چې مذهبي، توکمي، قومي او ژبنۍ تفرقې ته لمن وهي او یا نور کسان دغې چارې ته رابولي په لنډمهالي حبس محکومیږي.
په دې مکتوب کې راغلي دي په دې وروستیو کې د ځېنو هېوادوالو لهخوا یوشمېر ناقانونه خوځښتونه شوي دي او له دې وروسته د دغه ډول کړونو په اړه بېغوري د منلو نه ده، یا قانوني چلند او یا یې مخنیوی وشي. دا په داسې حال کې ده چې اساسي قانون اعتراضونه او راټولېدنې د خلکو حق ګڼي.

د تخار ولایتي شورا غړی او د افغان کلمې نه منلو اعتراض غړی عصمت قرباني وايي، دا د خلکو حق دی او د ملي امینت دا کړنه له قانون سره په ټکر کې ده.
قرباني وايي، څارنوالۍ خلکو ته اهانت کړی دی او خلک به په دې اړه خاموشه پاتې نه شي.
د لویې څارنوالي ویاند جمشید رسولي سلاموطندار سره په خبرو کې د تخار د ملي امنیت څارنوالۍ لهخوا د دغه مکتوب صادرول مني او وايي، د دې مکتبو د صادرېدو موخه د امنیتي برخو خبرونه وه؛ نه د خلکو د مدني ازادیو او حقونو مخنیوي.
د رسولي په خبره، د افغانستان لویه څارنوالۍ او د ولایتونو څارنوالۍ د هېوادوالو له حقونو او مدني ازادیو ملاتړ کوي او دا وګړیو حق دی.





