د ولسي جرګې غړي افغان حکومت ته خبرداری ورکوي، چې باید ژر تر ژره د کابينې پاتې وزيران پارلمان ته د باور رايې اخیستو له پاره ور وپېژني.
د دې جرګې د منشي مرستيال عرفان الله عرفان رسنيو ته وویل، چې ولسي جرګې، د خپلې کاري ورځې د پېل سره سم، د اداري پلاوي غړو د ټاکلو په اړه اقدام وکړ او اوس دغه چاره بشپړه شوې.
عرفان زیاتوي، چې ولسمشر او اجرايوي مشر باید ژر تر ژره د کابينې پاتې وزيران ولسي جرګې ته وپېژني، چې د عامو وګړو، مدني ټولنو او نورو خوځښتونو اندېښنې پای ته ورسيږي.
خو د ولسي جرګې بل غړي خالد پښتون بیا سلام وطندار ته وویل، چې حکومت د سولې خبرو اترو د نتيجې معلومولو پورې د کابينې غړي معرفي کولو پروسه ځنډوي.
د پښتون په خبره د کابېنې پاتې چوکۍ د سولې د خبرو اترو پورې تړاو لري او د یوې پایلې د معلومېدو تر وخته به دده د معلوماتو پر اساس څوک د کاندید په توګه ولسي جرګې ته ور معرفي نه شي.
اخوا بیا د ولسي جرګې غړې حمېرا ایوبي خبرداری ورکوي، چې که حکومت تر راتلونکې شنبې ورځې پورې پاتې وزيران ونه پېژني، نو د دوی دسختو فشارونو سره به مخ شي.
په ښکاره خو ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرايوي ریاست د کابینې د پاتې وزیرانو د معرفي کولو په اړه د ډير ژر ژمنه کوي خو د پردې تر شا کیسه څه ده؟ دا لا نه ده روښانه شوې؛ خو اونۍ وړاندې یوې پاکستاني رسنۍ طالبانو ته په افغان کابینه کې د ونډې او د ولایتونو د ورکړې جزﺉیات په ډاګه کړي و.
سرچينو ویلي و، چې په کابینه کې ۳۰ سلنه برخه، ۵ ولایتونه او ځېنې سفارتونه په ګوته شوي و.
دغه سرچينو د پاکستان د امنیتي سلاکار او په بهرنيو اړیکو کې د نواز شریف مشاور سرتاج عزیز له خولې دا هم خپاره کړي و، چې دافغان حکومت او طالب استازو ترمنځ دمذاکراتو په پروسه کې دوی مرسته کوي؛ خو د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې د همکارۍ انکار کوي.
دافغانستان په دننه تر اوسه پرته له سرسري خبرو کومې لوړې دولتي سرچينې د مذاکراتو د څرنګوالي او وخت په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي.
نو که د ولسي جرګې د غړي خالد پښتون معلومات د موثقو سرچينو پر اساس وي؛ نو بیا باید د کابینې پاتې چوکۍ د طالبانو سره د خبرو د تر پایه همداسې په پاتې شي.





