د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د زابل ولایتي شورا مخې ته د موټر بم چاودنې له امله شاوخوا ۶۷ تنه ټپیان شوي دي.
د زابل ولایت د امنیت امر غلام جیلاني فراهي سلام وطندار ته وویل، دغه چاودنه نن دوشنبه( مې په ۲۵مه) غرمه شاوخوا ۱۱ بجې د زابل ولایتي شورا د ودانۍ مخې ته رامنځته شوې ده.
راپورونه وايي، چې دغه موټر مازدا ډوله وه.
فراهي زیاته کړه، چاودنه د محکمې ریاست و دانۍ، د کلیو او پراختیا ریاست ودانۍ او شاوخوا کورونه نړولي دي.
سرچینه وايي، چې په دې چاودنه کې ۱۷ ښځې، د ولایتي شورا ۴ غړي، د استیناف محکمې رییس او یو شمېر نور دولتي مامورین ټپيان شوي دي او د ولایتي شورا ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.
د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په یاد موټر کې ۱۰۰۰ کیلو چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي و.
د ویلو ده، چې تر اوسه د بريد پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.





