
د تخار ولایت دشتکلا ولسوالۍ ۵ ورځې مخکې د طالبانو ډلهییز برید په پایله کې د دې ډلې لاس ته ولوېده.
له نږدې یو ساعت نښتې وروسته طالبانو دا ولسوالۍ ونیوله. د دشتکلا ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې ولسي پاڅونوالو او امنیتي ځواکونو له طالبانو سره جګړه ونهکړه او ولسوالۍ طالبانو ونیوله.
خو د محلي پولیسو یو قوماندان وکیل خاناغا سلام وطندار ته وویل چې تخار کې د حزب اسلامي امیر او سولې عالي شورا رییس مامور حسن پلویانو د دشتکلا ولسوالۍ په سقوط کې له طالبانو سره مرسته کړېده.
د ده په خبره: «د مامور حسن قوماندان خپله هلته و او لومړۍ ډزې يې پر محلي پولیسو وکړې، بیا له هغه وروسته طالبان د قوماندانۍ او ولسوالۍ مرکز ته دننه شول.»
تخار کې یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې مامور حسن له طالبانو سره مرسته کړې چې دشتکلا ولسوالي ونیسي.
په ورته وخت کې د تخار والي فضلالله مجددي وايي چې محلي سیالۍ سبب شوې چې دغه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولوېږي.
ښاغلي مجددي زیاته کړه، د ولسوالۍ سقوط د ځايي قوماندان مومن چریک چې یوه ورځ مخکې له پولیسو سره په نښتې کې ووژل شو؛ د هغه له وژنې سره اړیکه لري.

د مامور حسن پلوی او قوماندان مومن چریک یوه ورځ مخکې هغه مهال له پولیسو سره په نښته کې ووژل شو چې پولیس يې د نیولو لهپاره تللي و.
مومن چریک د خپل خسر پر وژنې تورن و.
تخار کې د سولي عالي شورا رییس او د حزب اسلامي مشر مامور حسن وايي چې پولیسو د مومن چریک په برخه کې جفا کړې او له قانون سره سم يې باید له نوموړي سره چلند کړی وی.
ښاغلی حسن پر ده لګېدلي تورونه ردوي او وايي، نه محلي پولیس دی او نه اربکی، نه ملي اردو کې دی او نه هم د تنخوا تر څنګ اعاشه ورکول کېږي، بلکې په شخصي ډول یې ۴ میله وسله د امنیت لهپاره راخېستې ده.
سره لهدې چې امنیتي ځواکونو طالبانو ته د دشتکلا ولسوالۍ له سقوطه څو ساعته وروسته دغه ولسوالۍ بېرته ونیوله؛ خو اوس هم د ولسوالۍ مرکز ته نږدې طالبان حضور لري چې یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.
پهدې ولسوالۍ کې د طالبانو ځپلو په موخه د ملي اردو پرونیو عملیاتو هم لاستهراوړنې نهلرلې.





