د جوزجان ولایتي شورا غړی شېرمحمد نور سلاموطندار ته وايي، طالبانو دې ولایت د فیضاباد ولسوالۍ له اوسېدونکیو باج اخلي.
د ښاغلي نور په وینا، وسلهوال طالبان د جګړې ګرمې ساتلو لهپاره د فیضاباد ولسوالۍ له ۸ زرو کورنیو هره میاشت ۵۰۰ زره افغانۍ باج اخلي.
ده دا هم وویل چې طالبان له هرې کورنۍ له ۵۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې پیسې ټولوي؛ خو له ۵۰۰ کمې نهاخلي.
د جوزجان فیضاباد ولسوالۍ ځېنې اوسېدونکي دې ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیتونو له پراخېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، دغه ډله په باج اخېستلو قناعت نهکوي او ډېر وخت لارو ته راوځي او ناحقه د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ځوروي.
د دوی په وینا، کومې کورنۍ چې د طالبانو له باج اخېستلو له امر سرغړونه وکړي؛ صحرايي محکمه کې سخته سزا ورکول کېږي.
د جوزجان امنیې قومندانۍ امنیت امر کمالالدین یاور فیضاباد ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري باج اخېستل او د خلکو ځورول مني؛ خو ژمنه کوي چې لنډ وخت کې به د دې ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي او د سیمې امنیت به بېرته ټينګ شي.
لهدې سره د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دې ډلې جنګیالیو له لوري، د باج اخېستلو، زور ـ زیاتي او ورته نورې ادعاوې بېاساسه بولي.





