ولايتي شورا: د هلمند پر ۷۰ سلنې خاورې وسله وال واکمني کوي

د هلمند ولايتي شورا چارواکي خبرداری ورکوي، که چېرې مرکزي اداره د دغه ولایت امنیت ته جدي پام ونه کړي، نو دغه ولایت به د کندوز له برخلیک سره مخ شي.

د یاد ولایت د ولايتي شورا امنيتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر وايي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په دې ولایت کې امنيتي ګواښونه د پخوا په پرتله زیات شوي او اوسمهال شاوخوا ۷۰ سلنه خاوره د دولت مخالفو ځواکونو په ولکه کې ده.

د نوموړي په وينا، دولت يواځې د هلمند ولایت پر څلورو ولسوالیو حاکمیت لري.

بل لوري د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرحمان سرجنګ سلام وطندار ته د ځينو امنيتي ستونزو په تاید سره د ولايتي شورا غړيو خبرې رد کړې او زیاته يې کړه، چې په يو شمېر سيمو کې د کمانډو ځواکونو  پوځي عمليات پېل کړي او پرمختګونه هم په کې شوي دي.

د سرجنګ په خبره اوسمهال د هلمند په ټولو سيمو کې امنیت کابو دی.

د ویلو ده، چې د هلمند ولایت مرستیال والي محمدجان رسول یار په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي دي، چې ورځ تر بلې د هلمند امنيتي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او اوسمهال د هلمند زیاتې برخې د وسله والو په ولکه کې ده.

د هلمند امنیه قومندان د مرستیال والي خبرې بې بنسټه وبللې.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي جبار قهرمان هم ویلي و، چې د هلمند ناامنه کېدل به د ټولې جنوبي حوزې پر امنیت منفي اغیز وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام