طالبانو د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۳ کارکوونکي تښتولي

وسله‌والو طالبانو په غور ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ۳ کارکوونکي او ۲ پولیس سرتېري تښتولي دي.

د غور ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد اقبال نظامي وايي، پېښه نن ورځ شاوخوا یوه بجه د فېروزکوه ښار په الله ‌شهر سیمه کې رامنځته شوې ده.

ښاغلی نظامي وايي، دغه د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي او پولیس د طالبانو له‌خوا تښتول شوي او د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو ته وړل شوي دي.

د غور د پولیسو ویاند وايي، د راخوشې کولو له‌پاره یې هڅې پيل شوي دي.

د غور ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس فضل‌ الله جلالي پېښه تاییدوي، خو د زیاتو جزیاتو له ورکړې ډډه کوي.

تراوسه پورې وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام