.jpg)
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، چې تېره شپه د دې ولایت د نادعلي او مارجې ولسوالیو تر منځ په «دښتي» سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو په یو زندان عملیات کړي دي، چې له په پایله کې یې له زندان نه ۳۵ تنه بې ګنا ولسي خلک راخوشې کړي دي.
ځواک وایي، په راخوشې شویو کسانو کې ۵ تنه ښځې، ۲۵ تنه ماشومان او ۵ تنه د پاخه عمر لرونکي کسان شامل دي.
افغان امنیتي ځواکونو په دې عملیاتو کې د یو مهم قومندان په ګډون ۷ تنه نور طالبان هم نیولي دي.
.jpg)
د دوی په خبره، نیول شوي کسان د زندان ساتونکي وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا له تېرو څلور میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو درېیم زندان دی، چې په شپنیو عملیاتو کې د افغان ځواکونو له لورې ماتېږي او په لسګونو تنه ولسي خلک ترې د بندیانو په توګه راخوشې کېږي.
له دې مخکې افغان ځانکړو او کومانډو ځواکونو د هلمند په نوزاد او د نهرالسراج ولسوالۍ په سره ګودر سیمه کې د وسله والو طالبانو زندانونه مات کړی وو.




