د طالبانو ترمنځ له اختلافاتو د خلکو د پام اړولو هڅې پیل شوي

افغان ولسمشر وايي، چې د پلازمينې کابل وروستی برید په ډاګه کوي چې داسې هڅې پیل شوي چې د طالبانو په لیکو کې له اختلافاتو دخلکو پام واړول شي. 

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جګړې په لیکو کې افغان امنيتي ځواکونو وسله والو طالبانو ته ماتې ورکړې، بل لورې د طالبانو ترمنځ قوي اختلافات رامنځته شوي، چې په دا ډول بریدونو عاملین یې غواړي دخلکو ذهنونه بل خوا واړوي.
تازه راپورونه وايي چې ددغه برید له امله د وژل شويو رسمي شمیره ۱۵ او د ټپیانو شمیر نږدې ۴۰۰ ته رسېدلی دی، خو نا تایید شوي راپورنه بیا د وژل شويو شمیر لسګونه ګڼي.

د کابل ولایت اتمې حوزې اړوند د شاه شهید دریم سړک په سیمه کې تېره شپه نیمايي شوې وه، چې له چاودېدونکو توکو ډک مازدا ډوله موتر بم و چاودې ده.

د چاوندې په سیمه کې د ملي دفاع وزارت د استخباراتو ودانۍ یوه برخ دیوال هم ویجاړ شوی دی.

په دې چاودنه کې ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر اشرف غني له خولې لیکلي، چې روغتیايي ادارو ته یې د ژوبلو کسانو د ښې درملنې سپارښتنه کړې.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند ظفر هاشمي وايي چې تر اوسه د چاودنې له امله د وژل شويو شمیر ۱۵ تنوته رسېدلی دی.

همدا ډول خبرپاڼه زیاتوي چې ولسمشر دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د روغتیا وزارت د اړیکو مسول اسماعیل کاووسي سلام وطندار ته وویل، چې د پېښې ډېر قربانیان ولسي وګړي دي.

کاووسي زیاته کړه، چې د ټپیان حالت د ډاډ وړ دی.

د کابل کارته نو د شاه شهید په سيمه کې تر لرې لرې دکورنو ښېښې ماتې شوي خو د ټپیانو په اړه یې سرچينې یوه خوله نه دي.

د پېښې په ځای کې موجود امنیتي مسولینو له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د چاودنې سیمې ته نږدې وداندنیو ته زیان رسېدلی دی او شاوخوا ۱۰۰ تنه یې ټپیان کړي دي.

خو د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار بیا وايي چې د ټپیانو شمېر نږدې ۴سوه تنو ته رسيږي، چې د ځينو هغو روغتیايي وضعیت د ډاډ او د ځينو هغو د اندېښنې وړ دی.

د کابل ولایت امنیتي مسولین وايي، دغه چاودنده د ډینا ډوله موټر په وسیله چې له چاودېدونکو توکې په کې ځای پر ځای شوي و رامنځته شوې ده.

دغه چاودنه دومره درنه و، چې غږي یې د کابل په لور پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی دی او په شاوخوا سیمو کې هاټي هم ویجاړ کړي دي.

له پېښې وروسته د کابل امنیې قومندان عبدالرحمان رحیمي د پېښې په ځای کې وویل، چې د چاوندې په ترڅ کې ولسي وګړو ته زیان رسېدلی دی.

تر دې مهال د چاودنې مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه چاودنه په داسې حال کې کیږي، چې تېره ورځ د کابل په ګاوند کې د لوګر ولایت د ځانکړو ځواکونو د مازدا ډوله موټر بم په برید کې ۷ تنه ووژل شول او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام