
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ نن ورځ د ناټو دفاع وزیرانو غونډې له پیل مخکې په یوې خبري غونډه کې وویل، دغه سازمان به ۳زره نور سلاکاران افغانستان ته ورولېږي.
ینس ستولتنبرګ زیاتوي، د سبا ورځې (پنج شنبې) په غونډه کې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو او د غوڅ ملاتړ ماموریت له همکارانو سره به د افغانستان په اړه بحث وشي. د ناټو غړي هېوادونه او همکاران یې د افغان دولت سره د مالي او نظامي مرستو زیاتوالي په حال کې دي.
د سبا ورځې په غونډه کې به له ۲۰۲۰ کال وروسته د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مرستو په دوام او ژمنو بحث وشي.
د ناټو عمومي منشي وايي، افغان امنیتي ځواکونه په مېړانې او مسلکي توګه خپله دنده اجرا کوي چې دا چاره سیاسي هوکړې ته زمینه برابروي.
هغه زیاتوي، افغان حکومت باید د ناټو په ملاتړ وکولی شي چې د ولسمشر غني د سولې وړاندیزونه عملي کړي؛ سمونونه راولي، فساد سره مبارزه او د بشرحقونو ته پام وکړي.
د ستولتنبرګ په باور، که طالبان د افغان حکومت د سولې وړاندیز رد کړي دغه سازمان به افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونه لا پیاوړي او لا ډېر ملاتړ به یې وکړي؛ ترڅو طالبان په دې پوی شي چې جګړه د حل لاره نه ده او د افغانستان ستونزه یوازې او یوازې د سیاسي خبرواترو له لارې حل کېږي.
ویل کېږي چې د مخکنۍ ژمنو پر اساس په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې د ناټو سازمان ماموریت پای ته رسېږي.
ټاکل شوې چې سبا او بله ورځ د ناټو سازمان غړي هېوادونو د دفاع وزیران او د دې سازمان ۱۰ نور همپیمانه هېوادونه د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په ګډون د افغانستان جاري حالت په اړه بحث وکړي.





