
د بغلان ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې چارواکي وايي، چې په ډنډغوري سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د عملياتو له پېل کېدو څخه تر اوسه له ۴ زرو زیاتې کورنۍ خپلو کورونو پرېښودو اړ شوي او مرکز او ځينو نورو امنو سیمو کې میشت شوي دي.
د بغلان د طبيعې پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمد نصیر کهزاد سلام وطندار ته وویل، دوی تر اوسه توانېدلي يوازې ۲۸۴۴ بې ځایه شویو کورنيو نومونه ثبت کړي، چې زیات شمېر يې د پلخمري ښار په فرحت غونډۍ کې تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.
د کهزاد پر وینا، د سروې له پای ته رسیدو وروسته به د مرستندویه بنسټونو په مرسته بې ځایه شویو کورنیو ته خوراکي او نور ژمني توکي وویشي.
په همدې حال کې د ډنډغوري ځینو بې ځایه شویو کډوالو سلام وطندار ته وویل، یوه اونۍ کیږي چې خپل کورونه یې د جګړو له امله پریښي او اوس په سخت حالت کې ژوند کوي.
د ډنډ غوري دوه تنه بې ځایه شوي کسان برات او سخی گل وایي په سخت حالت کې ژوند کوي او اوسمهال هر څه ته اړتیا لري.
یاده دې وي، چې پر کابل ښار د وارداتي بريښنا له قطع کېدو وروسته د بغلان په مرکز ډنډ غوري سیمه کې له لسو ورځو راهیسې پوځي عملیات روان دي، چې تېره ورځ د افغانستان د ملي پوځ د لوي درستيز مرستیال جنرال مراد علي مراد اعلام وکړ، چې تر اوسه په دغو عملیاتو کې ۸۱ طالب وسله وال وژل شوي دي.





