
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جوزف ووټل امریکايي رسنیو ته ویلي چې د اسلامي دولت ډله امریکا ته ستر ګواښ دی.
د ووټل په وینا، په افغانستان کی له داعش سره تړلې ډلې پر لوی ګواښ بدلې شوي چی پر امریکا د مستقیمو بریدونو توان لری او په وینا یې دا ډلې په فعاله توګه د خپلو غړیو په مرسته د ټولنیزو رسنیو له لارې په امریکا کی د اړیکو پیدا کولو هڅه کوي.
اوس د پوځي چارو شنونکی عتیقالله امرخېل وايي، د داعش ډلې په اړه د امریکايي چارواکیو اوسنۍ څرګندونې له افغان سولې پروسې سره تړلي چې په وینا یې امریکا نه غواړي له افغانستانه ووځي او د داعش ډلې ګواښ د پلمې په توګه یادوي.
د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د جګړې دوام د امریکا د پاتې کېدو او د یو شمېر افغان سیاستوالو د شخصي ګټو لپاره ګټور دی او ښايي په سیمه کې د امریکا موخې ته د رسېدو لپاره د داعش ډلې په نوم په یاد هېواد کې یو برید هم وشي.
د سیاسي چارو شنونکی اکبرجان پولاد بیا باور لري چې په افغانستان کې د داعش فعاله ډله د منځني ختیځ نه، بلکې د پاکستان د پوځ له لوري جوړه شوې ډله ده.
د امریکايي چارواکیو اندېښنه؛ داعش په امریکا مستقیم برید کوي
بادغیس؛ بهرنیو ځواکونو۴۰ داعشیان ځان سره وړي
ننګرهار کې د داعش د استخباراتو مسوول له ۲۷ داعشیانو سره ووژل شو
جوزجان کې داعشیانو کمعمره ماشومان نکاح کړي

د پولاد په وینا، د پاکستان پوځ څو میاشتې وړاندې د ډیورنډ تر فرضي کرښې هاخوا په افغاني جامو کې ځینې پوځیان ځای پر ځای کړي او وروسته یې له کرښې دا غاړه رالېږلي چې دلته د داعش په نوم وجنګېږي.
پولاد زیاتوي، پاکستان او د سیمې ځینې نور هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې جګړه دوام وکړي، امریکا پهکې ماتې وخوري او د پخواني شوروي له برخلیک سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې روسي چارواکیو هم څو ځله په افغانستان کې د داعش ډلې د ځواکمنېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې په افغانستان کې به خپل سرتېري کم کړي او بلهخوا یې له طالبانو سره د افغان سولې خبرې اترې پیل کړې دي.
داعش ډله تر ډېره د افغانستان په ختیځ، شینوارو سیمه کې د ځواکمنېدو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو ولسمشر محمداشرف غني څه موده وړاندې د شینوارو غنيخېلو ولسوالي ته د سفر پر مهال وویل چې یاده سیمه له داعش ډلې پاکه شوې ده.





