د کندوز ولایت چارواکي وايي، چې په چهاردرې ولسوالۍ کې د ملي اردو ۷۰ تنو کلابند شویو سرتېرو محاصره ماته شوه.
د کندوز ولایت امنیه قومندان عبدالصبور پرون ماښام د (جون په ۲۴مه) رسنیو ته په خبرو کې وویل، چې د چهاردرې ولسوالۍ د غلام علي په غونډۍ کې د ملي اردو ۷۰ تنه سرتېري د عالمجیب اندرابي په قومندانۍ د تېرو ۷ ورځو راهیسې د طالبانو له خوا کلابند شوي وو.
ده زیاه کړه، چې د سرتېرو د کلابندۍ د ماتولو په موخه، د تېرې شپې په عملیاتو کې ۸ تنه طالبان ووژل شول او کلابند شوي سرتېري بې له کوم زیان نه، خلاص شول.
په دغو عملیاتو د طالبانو یو قومندان د نوراغا په نوم هم وژل شوی دی او یو بل قومندان یې ټپي شوی دی.
تر دې مهال وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د چهاردرې ولسوالۍ بیا نیول کېدو خبر د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په داسې کې کېږي، چې د غبرګولي په ۳۱ نېټه ماښام ناوخته وسلوالو طالبانو تر یوې سختې جګړې وروسته نوموړې ولسوالي نیولې ده.
د کندوز ولایتي شورا یو تن غړي امرالدین ولي حکومت تورن کړ، زیاته یې کړه، چې څو ځلې یې حکومت ته د یادې ولسوالۍ د سقوط خبرداري د ورکولو تر څنګ له حکومته یې د تازه دمو سرتېرو غوښته کړې وه.
نوموړي د یادې ولسوالۍ د سقوط پړه پر حکومت واچوله .





