سلګونو بدخشانیانو د ناامنیو زیاتېدو او د ځايي حکومت کړیو ژمنو نه عملي کولو په غبرګون فیضاباد ښار کې لاریون کړی دی. اعتراض کوونکیو وویل، ژرترژره دې د بدخشان والي او د امنیې قوماندان له دندو لېرې کړی شي.
لاریونوال د ولایت دروازې مخې ته راغونډ شوي وو او د مسوولانو خلاف یې شعارونه ورکول. ویې ویل، تر هغو چې والي او د امنیې قوماندان لېرې نهشي اعتراضونه به وغځوي.
اعتراض کوونکي وايي، د وردوج، یمګان، او جرم ولسوالیو بېرته نیولو په اړه د ځايي حکومت ژمنو نه عملي کېدو، د ناامنیو زیاتېدو او په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو لهخوا د کوهستان ولسوالۍ او د تیشکان ولسوالۍ ځېنو برخو نیول کېدو اړ کړل فیضاباد ښار ته راشي او له مسوولانو حساب غوښتنه وکړي.
وايي، دا چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو بېرته نیولو او د ناامنیو مخنیوی په برخو کې د دوی پرلپسې غوښتنو ته پام نه دی شوی له کبله یې چارواکي باید په عزت سره استعفا ورکړي.
د جرم ولسوالۍ د کډوالو استازی نجیب الله فخري وايي، د طالبانو لهخوا د بدخشان ځېنو ولسوالیو نیول کېدل او د ناامنیو زیاتېدل د ځايي چارواکیو بېکفایتي ښيي که دوی لېرې نه شي دا حالت نور هم خرابیږي.
د وردوج یو کډوال رحمالدین وايي، ځايي حکومت د دغې ولسوالۍ امنیت ته هېڅ پام نه دی کړی له امله یې دا ولسوالۍ د ترهګرو په مرکز اوښتې ده.
د بدخشان ولایت امنیې قوماندان عبدالخالق اقسای وايي، امنیتي ځواکونو د خلکو د امنیت ټینګښت په برخه کې بېغوري نه ده کړې او په وروستیو نښتو کې طالبانو ته درنه مرګژوبله رسېدلې ده.
په خبره یې ټول بدخشان کې د طالبانو ځپلو لهپاره چاڼیز عملیات پیل شوي دي.
اعتراض کوونکیو د پرېکړهلیک په لوستلو سره وویل، مرکزي حکومت باید والي د امنیې قوماندان لېرې کړي او د غوښتنو نه عملي کېدو په صورت کې به اعتراضونه وغځوي.





