
نن غرمه د سمنګان ولایت پر ملي امنیت ریاست او ښاروالي موټربم برید شوی دی.
د سمنګان د والي مرستیال صفتالله سمنګانی وايي چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست او ښاروالي په نښه کړي دي.
د نوموړي په وینا، څو وسلهوال له چاودنې وروسته د ملي امنیت ریاست او ښاروالي ته ننوتلي او له امنیتي ځواکونو سره نښتي دي.
سمنګاني وايي، یاد موټربم برید ځاني او مالي زیانونه لري، خو تر اوسه یې په اړه کره جزیات نشته.
د سمنګان ولایت د ولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري وايي چې تراوسه په یاده پېښه کې ۷۰ ملکیان ټپیان شوي دي.
خو د سمنګان د روغتیا رییس عبدالخلیل مصدق وايي، تر اوسه د پېښې له ځایه ۴۳ ټپیان چې درې ماشومان او یوه ښځه هم پهکې دي، روغتون ته ور وړل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې د چاودنې له زوره د ملکیانو کورونو ته هم زیان اوښتی دی.
طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا کوي چې د سمنګان ولایت د ملي امنیت ریاست ۷۰ کارکوونکو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
په پېښه کې د اوښتې مرګژوبلې او زیانونه په اړه بشپړ جزیات به وروسته شریک شي.





