امریکا په افغانستان کې شوی لګښت افشا کوي

د امریکا د دفاع وزارت په دې وروستیو کې ومنله، چې په افغان عسکرو د شوي لګښت اسناد به سیګار یا په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې ته سپار.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جان کمپبل ویلي و، چې امریکا باید په افغانستان کې د شویو پېښو ځینې اسناد پټ وساتي، چې  عسکر يې له خطره خوندي وي. په دې برخه کې افغان امنیتي مسوولینو هم له دوی غوښتي و، چې دغه اسناد رسوا نه کړي، ځکه چې د دوی د عسکرو ژوند ته خطر پېښولای شي.

په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره – سیګار – د امریکايي مقاماتو دا دلیل بې اساسه ګڼلی او امریکا يې د دې اسناد په پټولو ملامته بللې ده، د دوی په خبر امریکایان باید پوی شي چې د دوی پیسې څنګه او چېرته مصرف شوي دي. دم ګړۍ سیګار دغه اسناد تر لاسه کړي دي او ویلي يې دي چې له څېړنې وروسته به يې افشا کړي.

د امریکا دفاع وزارت له هرو څلورو میاشتو وروسته په افغانستان کې د خپتلو لګښتونو راپور سیګار ته سپاري، د خو د تېر – ۲۰۱۴-میلادي کال د وروستیو څلورو میاشتو راپور يې نه دی ورکړی.

په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره وايي چې بې له دې اسنادو په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ او کامیابۍ څرک لګول سخت دي.

سیګار ته په لاس ورغلیو اسنادو کې د افغانستان د هوايي ځواک، دفاعي ځواک او د دوی د تجهیزاتو او وسایلو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

تر اوسه بشپړه روښانه نه ده چې د افغانستان په اړه  د پتناګون څومره پټ رازونه سیګار ترلاسه کړي دي او څومره به يې دوی افشا کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام