
افغان امنیتي ځواکونو نن (دوشنبه) د ارګ او مهمو دولتي ادارو لارې د پراخ لاریون په مقابل کې د کانتینرونو په اېښودلو وتړلې.
د ټولنیزو شبکو ځېنو کارونکو د حکومت دغه اقدام ته د "کانتینر سالارۍ" سرلیک ورکړی دی او پر وړاندې یې غبرګون ښودلی دی.
د کابل ښار سلګونه اوسېدونکي د دغو کانتینرونو تر شاه په انتظار ولاړ وو، چې فرصت ورته برابر شي او د خپلو ورځنیو چارو له پاره دفترونو ته ولاړ شي.
د کابل ښار دغو اوسېدونکو، چې دولتي او نادولتي ادارو مامورین او کاریګران وو، حکومت یې د امنیت په ټینګښت کې ضعیف وباله.
جاوید د کابل شهرنو په سیمه کې کاریګر دی، نوموړي وايي، ګهیځ له کوره د کار په نیت انصاري څلور لارې په طرف راغی، ګوري، چې سړکونه او واټونه د کانتینرونو په اېښودلو تړل شوي دي.
دی وايي، چې زه یو مزدور کار یم او د ورځني کار په وسیله کورنۍ ته مې یوه ګوله ډوډۍ ګټم، دا چې ښار داسې بندوي زه څه وکړم.
جاوید وویل، چې که ولسمشر د خپل ځان او هېوادالو امنیت خوندي کوی نه شي، له دندې استعفا ورکړي.
احمد رشاد د کابل ښار یو بل اوسېدونکی او د اقتصاد وزارت مامور دی.

دی وايي، څو ځلې یې امنیتي ځواکونو ته غذز وکړ، چې اجازه ورکړي، تر څو په دفتر کې ناسوب ونه ګڼل شي.
احمد رشاد وویل، حکومت خبرداری ورکړي، چې که په دې ورځ څوک ناسوب وو، درې ورځې غیرحاضریږي؛ عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.
په ورته وخت کې یو بل کس چې پنډکی یې په لاس کې و، ستړی ښکارېده.
ده له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له کارتې سخي تر ملاملۍ زېږنتون پورې پلی راغلی، خو اوس هم ورته اجازه نه ورکول کېږي، چې په زېږنتون کې خپل بستر شوي ناروغ ته ورشي.
دغه کس محمد قاسم نومېږي، دی وايي، چې حکومت په عادي ولسي خلکو فشار راوړي.
دی وایي، چې که حکومت د استنادي دېوالونو په وسیله خپل امنیت ساتي د کابل ښاریان به څه وکړي؟
د کابل د نننۍ ورځې د لاریون په اړه د پوهنتون استاد اسدالله یوسفي وایي، چې حکومت تر اوسه پورې له هېوادوالو سمه پېژندګلوي نه لري او له همدې امله یې د ځان له پاره ډار را منځته کړی دی او کانتینري دېوالو نه یې اېښي دي.
یوسفي وویل، چې د خلکو لاریون مدني دی.
ارګ ته په غځېدلو لارو کې د کانتینرونو په اېښتودلو سره د ټولنیزو شبکو ځېنو کارونکو غبرګون ښودلی. او لیکلي دي، چې حکومت د ولسواکۍ خبرې کوي، خو دغه کار یې د منلو نه دی.





