چین، د کابل او اسلام‌اباد اړیکو د ښه کېدا دیالوګ پېلوي

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په موخه د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه درې واړو هېوادونو( افغانستان، پاکستان او چین) پر ډیالوګ هوکړه وشوه.

تمه ده، چې د دغو خبرو اترو د بهیر پېلولو سره به دواړو هېوادونو ترمنځ له پخوا پېدا شوي ترینګلي اړیکې بيرته ورغول شي او زیاته برخه به يې پر اقتصادي همکاریو ولاړه وي.

دغه راپور د پاکستان د دولتي راډيو له‌خوا تایید شوی او ویلي يي دي، چې دغه هوکړه د پاکستان د بهرنیو اړیکو د سلاکار سرتاج عزیز او د چین د بهرنیو چارو وزیر "وانګ يي" ترمنځ په اسلام‌اباد کې وشوه او له افغان چارواکو سره هم خبرې شوي دي.

د دغه دوه اړخیز کړکیچ د لرې کولو په موخه به لومړی د کنټرول میکانیزم جوړېږي، چې له مخې به يې دواړه هېوادونه په ځينو مواردو بیړني تفاهمونه کوي.

سرتاج عزیز د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې افغانستان، پاکستان او چین همدا راز د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د شرایطو د برابرولو لپاره د څلور اړخیزې ډلو پر بیا جوړولو سلا وکړه.

د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د څلور اړخیزې ډلې خبرې تېر کال وروسته له دې په ټپه ودرېدې چې اسلام‌اباد د طالبانو په باب له خپلو همکاریو لاس واخیست.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام