طالبانو په بدخشان کې له ۱۸ امنیتي سرتېرو نه سرونه پرې کړي

د بدخشان د ولایت شورا رییس عبدالله ناجي نظري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې طالبانو دغه ۱۸ تنه د وردوج په جنګ کې اسیران کړي وو او له جنګ نه څو ورځې وورسته یې ترې په ډله ییز ډول سرونه پرې کړي دي.

د نظري پر وینا، قرباني شوي سرتېرې د ملي اردو او عامه نظم په لیکو کې په دندو بوخت وو. د دغو سرتېرو جسدونه دوه ورځې وړاندې د (سه شنبې) پر ورځ امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

طالبانو د روان کال په لومړیو کې د بدخشان د «پل علي مغلان» په نامه سیمه، جرم، راغستان او وردوج ولسوالیو کې له ۴۰ سرتېرو نه سرونه پرې شول. د نظري پر خبر، هغه کسان، چې له امنیتي سرتېرو نه سرونه پرې کوي؛ د اویغور او چیچني وسله والو ډلو پورې تړاو لري، چې د هېواد په شمال کې ځای پر ځای شوي دي.

ویل کېږي، چې د ۳۰۰ په تعداد اویغوریان او چیچنیان د هېواد په شمال کې اوسېږي، چې د سرغوڅونې له پاره ځانګړې ډله لري.

بل لور ته د بدخشان ځای ناستی والي شاه ولي الله ادیب وايي، چې طالبانو یوه میاشت وړاندې د بدخشان د جرم ولسوالۍ به دهن آب سیمه کې ۷ تنه سرتېرې په ژوندي ډول په یو کانتینر کې وسوځول.

ادیب وايي، طالبانو خپلو ټولو غړو ته امر کړی، چې له جنګي اسیرانو سرونه پرې کړي. د بدخشان ځای ناستی والي په دې باور دی، چې طالبان غواړي، په دې ډول په افغانانو کې وېره خپره کړي.

دمګړۍ د بدخشان د وردوج ولسوالۍ په ګډون د بهارک، جرم، راغستان، شهدا او تګاب کشم ولسوالیو ځېنې برخې د طالبانو په ولکه کې دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام