۱۰ ورځې جنګ؛ ۱۵۰ مړي او ۵۰۰ ټپیان

د کندوز ښار ځېنې برخې سږکال د تلې پر ۱۲مه یو ځل بیا د طالبانو له خوا سقوط شوې. دغې ډلې تېر کال هم په همدې تاریخ د کندوز ځېنې برخې د درېيو ورځو له پاره نیولې وې؛ خو سږ کال دا موده ۱۰ ورځو ته وغځېدله، چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو د جګړې په پایله کې ۱۵۰ ملکي وګړي ووژل شول او ۵۰۰ تنه نور ټپیان شول.

د کندوز ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست رییس او د جنګي زیانونو د څېړنې کمېټې مسوول میراقا اعتبار سلام وطندار ته وویل، که څه هم تر اوسه د جنګ له زیانونو نه کره تلفات نه دي ترلاسه شوي؛ خو لومړني په لاس راغلي معلومات ښيي، چې په دې ولایت کې ډېر خلک جګړې زیانمن کړي دي.

په دې ولایت کې جنګ ځپلې کورنۍ شکایت کوي او له حکومته غواړي، چې د دوی ستونزو ته یې رسیده‌ګي نه ده کړې. خو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دوی د ستونزو د حل له پاره یې هر ډول هلې ځلې کړې دي.

په دې جنګ کې له ۲۰ زرو نه زیاتې کورنۍ نورو ولایتونو ته کډه شوې، چې تر اوسه خپل ولایت ته په منظم ډول نه دې ستنې شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د کندوز د تېر ځل په سقوط کې هم ۲۸۹ تنه ملکی وګړي وژل شوي او ۵۵۹ تنه ټپیان شوي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام