د فاریاب ولایت سیمه ییزچارواکي وايي، چې د فاریاب ولایت پر ۸ ولسوالیو د دولت وسله والو مخالفینو له لوري شوي ډله ییز بریدونه د امنیتي ځواکونو له لوري په شا و تمبول شول.
د فاریاب سرپرست والي پرون د (اپریل په ۲۵) په یوې خبري ناسته کې وویل، چې په لسګونو طالب جنګیالیو د دې ولایت د قرمقول، دولت اباد، شیرین تګاب، خواجه سبزپوش، پشتون کوټ، المار، قیصار او غورماچ ولسوالیو پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکو له خوا له سخت غبرګون سره مخ شول.
د دې ولایت امنیتي چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو او وسله واسله والو مخالفینو تر منځ په مخامخ جګړه کې ټولټال ۴۵ مخالفین وژل شوي اوټپيان شوي دي.
د فاریاب ولایت د پولیسو د امنیه قومندان عبدالنبي الهام رسنیو ته وویل، له دوې ورځو راهیسې طالبانو د ملي اردو او ملي پولیسو له ځواکونو سره سختې نښتې وکړې.
امنیه قومندان زیاته کړه، چې د نښتو په پایله کې د یو مشهور طالب قومندان په ګډون ۲۳تنه طالبان وژل شوي او ۲۲ تنه ټپیان شوي دي.
د دې ولایت د پولیسو امنیه قومندا وايي، چې په دې نښتو کې ۲ پولیس وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې ولسوالیو امنیتي حالت بېرته عادي حالت ته را ګرځېدلی دی.
له دې وړاندې طالبانو د عزم په نوم د پسرلنیو عملیاتو خبر ورکړی و.
د جمعې ورځې له سهار راهیسې طالب جنګیالیو په څو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلییز بریدونه وکړل.
خو له بل لوری بیا امنیتي ځواکونه وايي، چې طالبان په دغو بریدونو کې خپلو موخه ته نه دي رسیدلي.




