روږدي کسان به نور په کابل ښار کې نه ليدل کيږي

د فینکس کېمپ، چې پخوا د ناټو ځواکونو نظامي اډه وه اوسمهال د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز بدل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د غوښتنې د کموالي مشر احمد فواد عثماني وايي، حکومت هڅه کوي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ښار پر نشه يي توکو له روږدو کسانو پاک کړي.

د عثماني په وینا، د فینکس کېمپ د ۱۵ سوو روږدو کسانو د درملنې وړتیا لري او تراوسه هغوی ۶۰۰ معتادین ثبت کړي دي.

له بل لوري د هلمند ولایت څخه یو تن په نشه يي توکو روږدي کس، چې له نوم اخیستو يې ډډه کړې سلام وطندار ته وویل، د دوی له پاره ټول امکانات او اسانتیاوې د عامې روغتیا وزارت له لوري برابر شوي دي.

دی وايي، چې د اوزګارتیا له امله يې د اتو کالو راهیسې نشه يي توکو ته مخه کړې.

یو بل ځوان، چې په ایران کې روږدی شوی د خپل کورنۍ له ناوړه چلند څخه شکایت کوي او وايي، څو ځلې يې پريکړه کړې، چې نشه پريږدي، خو د مور او پلار بې باوري د دې لامل شوی، چې بېرته پر نشو روږدی شي.

په همدې حال کې د فینکس کېمپ طبي مسوول ډاکتر احمد ظاهر سلطاني وایي، چې د روږدو کسانو درملنه په درې پړاونو کې کوي.

د هغه په وینا، لومړی پړاو کې د ناروغانو روحي مسله په پام کې نیسي، دویم پړاو کې د دوی دارو درمل کوي او په درېيم پړاو کې بیا داسې مراحل پرې تطبیقوي، چې بېرته په نشو روږدي نه شي.

د فینکس کېمپ یا د روږدو کسانو درملنې مرکز مسوولین وایي، چې د دغه مرکز له پاره ۳ میلیونه ډالره بودیجه په پام کې نیول شوې او اوسمهال ۲۰۰ روغتیایي کارکونکي په دغه مرکز کې د ناروغانو درلمنه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام