امنیت شورا: ترکمنستان په افغان سولې کې مثبت رول لوبولی شي

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېره شپه (سه شنبه) ترکمنستان ته په سفر تللی او د هغه هېواد په عشق اباد کې یې له یو شمېر لوړپوړیو چارواکیو سره د افغانستان پر سربېره، د امنیت او سولې د ټینګښت په اړه خبرې کړې دي.

د دې شورا د سلاکار ویاند تواب غورځنګ سلام وطندارته وویل، ترکمنستان د نورو ګاونډیو هېوادونو په څېر د افغان سولې او د امنیت په ټنګښت کې خورا مهم رول لري.

تېره اونۍ د ملي امنیت د سلاکار له خوا د هند، روسیې، چین، امریکا، ایران، امریکا جمع افغانستان (G6+1) په ګډون یوه نوې ډله جوړه شوې، چې د افغانستان د سولې له خبرو سره مرسته وکړي او دغه بهیر د افغانستان د دوامدارې سولې په پار همداسې روان وساتي.

دا نوې ډله د افغانستان په غوښتنه په برلین کې د افغانستان په اړه د تماس د نړیوال ګروپ د غونډې په څنګ کې جوړه شوه.

ښاغلي غورځنګ له سلام وطندرا سره په خبرو کې زیاته کړه، چې د منیت شورا سلاکار ته د ترکمنستان چارواکیو ډاډ ورکړي، چې د خپلو پولو د امنیت د قابوکولو او له ترهګريزو کړیو سره به مبارزه وکړي.

ده دا هم وویل، چې د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ له مخې ټول ګاونډیان او د سیمې هېوادونه په سوله او امنیت کې مثبت رول لرلی شي او په همدې پار د دواړو هېوادونو شروع شوې ګډې هلې ځلې به بې پایلې نه وي.

د ملي امنیت شورا ویاند وايي، په دې لیدنه کې د ټاپي او د سیمې له پاره پرلویو اقتصادي پروژو خبرې اترې شوې او افغان دولت د اقتصادي پروژو د امنیت ساتنې یوه پا لیسۍ جوړه کړې، چې د کتنې له پاره به یې ډېر ژر دغه هېواد ته ورولېږي.

د امنیت شورا د سلاکار ویاند زیاتوي، چې ترکمنستان هم له ترهګرۍ اندیښنه لري، ځکه پر وینا یې، ناامنه افغانستان د ټولو ګاونډيو هېوادنو له پاره ګواښ دی.

بل پلوه سیاسي شنونکي هم د افغان سولې او امنیت ټنګښت په ټینګښت کې د ترکمنستان رول مثبت بولي او وايي، چې ترکمنستان له پخوا څخه د طالبانو سره ښې پراخې اړیکې لري.

د سیاسی چارو شنونکی وحید مژده وايي، افغان حکومت اوس په دې لټه کې دی چې د پاکستان ترڅنګ یو بل داسې هېواد پیدا کړي، چې له وسله والو طالبانو سره ښې اړیکې ولري او د سولې په روانو خبرو اترو کې مرسته وکولی شي.

د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده دا هم وویل، چې ترکمنستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی، چې په وروستیو کلونو کې یې ډېر وخت په خپل هېواد کې د اقتصادي پرمختګ او غیرحکومتي چارو باندې لګولی دی.

د مژده په نظر، د ټاپي پروژې په ټولو خبرو کې طالبان حاضر و او د تړون په لاسلیک کې یې د طالبانو  مشورې اخیستې دي. مژده، دغه پروژه د ترکمنستان او طالبانو ترمنځ پخوانۍ تړون بولي.

ده همداراز زیاته کړه، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال هم د ترکمنستان پخواني ولسمشر ترکمن باشي دا خبره کړې وه، چې ټاپي پروژه باید د افغانستان څخه تېره شي، چې پر خبره یې، له ۱۴ کلونو راهیسې یې مبارزه وکړه او پرېنښودله، چې دا پروژه په بل هېواد کې تېره شي.

سیاسي شنونکی وحید مژده زیاتوي، چې ترکمنستان د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د طالبانو له پاره د سولې خبرو ته د دفتر پرانیستولو غوښتنه کړې وه، خو هغه مهال یې کرزي مخالفت کړی و، ځکه پر وینا یې، کرزي نه غوښتل، چې له طالبانو سره سوله وشي.

بل پلوه سیاسي شنونکی یونس فکور وايي، چې ترکمنستان هڅه کوي، د روسیې له نفوذ او د هغه هېواد له اړتیا ځان وباسي او د خپلې سوداګرۍ، نفتو، ګازو او ټرانزیټي چارو له پاره له افغانستان او ایران سره لاره جوړه کړي.

فکور زیاته کړه، که طالبان له افغان حکومت سره په پاکستان کې د خبرو مېز ته کېنه ني؛ نو ترکنستان یې ښه بدیل دی او باید په ترکمنستان کې د خبرو اترو دفتر پرانیستل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام