
د مشرنو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار یوې خبري غونډې ته وویل، چې مسکو له کابل سره د ۱۰ رزه میله روسيي کلاشینکوفونو ژمنه کړې وه؛ چې په راتلونکو شاوخوا شلو ورځو کې به د ترکمنستان له لارې راورسېږي.
مسلمیار دغه څرګندونې نن د (نومبر په ۲۹مه) په کابل کې وکړې.
نوموړي وویل، روسيې ته یې د دغه هېواد د پارلمان په بلنه سفر کړی و او د سفر پر مهال یې له روسیې چارواکو نه غوښتي وو، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت له هرې قول اردو سره دوه ـ دوه چورلکې مرسته وکړي.
دی وايي، چې روسيي چارواکو یې غوښتنې منلي دي.
مسلمیار زیاته کړه، چې له روسیې چارواکو یې غوښتي، چې دغه مرستې باید بلاعوضه او یا هم د پور په ډول وي.
د مشرانو جرګې مشر دا هم وویل، هغه چورلکې چې هند یې د ورکړې ژمنه کړې وه؛ روسیې هېواد پورې تړاو درلود.
د ده پر وینا، د چورلکو په اړه یې د روسیې له چارواکو سره خبرې شوې دي او د هغوی قناعت یې ترلاسه کړی دی.

مسلمیار: د داعش په تړاو د ظاهر قدیر خبرې ردوو
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په نننۍ عمومي غونډه کې د داعش په تړاو د ولسي جرګې د لومړي نایب ظاهر قدیر خبرې ردکړې.
مسلمیار د داعش او ملي امنیت په اړه د ظاهر قدیر څرګندونې رد کړې او ویې ویل، چې د حکومت له خوا ټاکل شوی پلاوی باید د قدیر د خبرو کلکه پلټنه وکړي.
د مشرانو جرګې مشر وویل، چې په داسې حساسو شرایطو کې د ولسي جرګې د لومړي نایب په توګه، د ظاهر قدیر دا ډول څرګندونې په امنیتي لحاظ ښه اغېز نه لري.
ظاهر قدیر د (نومبر ۲۳مه) ویلي وو، چې د ملي یووالي حکومت او لوړپوړي افغان چارواکي له داعش سره په غیر مستقیم ډول مرسته کوي او هره ورځ ورسره په کابل کې لیدنې کتنې کوي.
د مشرانو جرګې نورو سناتورانو هم له داعش سره د حکومتي چارواکو د اړیکو په اړه د ظاهر قدیر تور رد کړ او د تېر په څېر یې غبرګون وښود.
دوی زیاته کړه، چې د ظاهر د څرګندونو په اړه جوړ شوی پلاوی باید جدي پلټنې وکړي او د موضوع په اړه رښتیني معلومات راټول کړي.
تېره ورځ ظاهر قدیر ویلي وو، چې هیڅ مرجع نه شي کولی، د ولس د استازو د څرګندونو په اړه پلټنې وکړي.
ده دا هم ویلي وو، چې هغه وخت به د حکومتي چارواکو د درغلۍ په اړه اسناد وړاندې کړي، چې د حنیف اتمر دنده وځنډول شي او د پلټنې پلاوی له درېیوو قواوو جوړ شي.





