کورنیو چارو وزارت: یوه اوونۍ کې ۴۲۲ امنیتي ځواکونو ته مر‌ګ‌ژوبله اوښتې

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن په يوه خبري کنفرانس کې وویل، طالبانو امریکا سره د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته بېلابېلو  ولایتونو کې د ملکي وګړيو او نظامیانو پر وړاندې څه باندې  ۳ زره او ۵۰۰ ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.

ارين وايي، طالبانو یوازې تېره یوه اوونۍ کې ۲۹ ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې تر ۲۲۲ زیات تحرکات درلودل چې ۴۲۲ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په کې وژل او ټپي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي چې د قطر د سولې له هوکړې وروسته د امنیتي ځواکونو پر وړاندې بریدونه، د عامه تاسیساتو په نښه کول، د امنیتي ځواکونو هدفي وژنې او پر دیني علماوو برید، د طالبانو د بریدونو تازه څپه ده.

ارین ټینګار کوي چې طالبان پر خلکو او حکومت د رواني فشار راوړولو لپاره پر دیني عالمانو برید ترسره کوي.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل دغه غونډه کې وویل،  طالبانو د کوچني اختر ورځو کې له درې ورځني اوربند او د تاوتریخوالي له کموالي وروسته، بېرته تاوتریخوالی زیات کړ دی.

د فیصل په وینا، افغان دولت د اوربند درېیو ورځو او تر هغه وروسته فعاله دفاعي حالت غوره کړی، ترڅو د سولې بهیر مخ ته وړلو لپاره اړین باور رامنځته شي.

د ملي امنیت شورا ویاند ټینګار کوي چې طالبانو نه یوازې تاوتریخوالی زیات کړی، بلکې بېلابېلو ولایتونو کې یې د تاوتریخوالي کچې په زیاتولو سره د بې‌ګناه افغانانو وژنې ته دوام ورکړی دی.

هېواد کې د ملکي وګړيو او نظامیانو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی داسې مهال زیات شوی چې ټاکل شوې ډېر ژر د حکومت له زندانونو د ۵ زره طالب بندیانو او د طالبانو له خوا د افغان دولت د زر بندیانو خوشې کولو بهیر بشپړ شي.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، ترواسه د حکومت له زندانونو شاوخوا ۳ زره طالب بندیان او د طالبانو زندانونو هم څه باندې ۳۰۰ د دولت زندانیان خوشې شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام