د ملېشې جوړونې لړۍ باید بنده شي

د ولسي جرګې دویم نایب نذیر احمد احمدزی وايي، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ملېشې جوړونې لړۍ خورا قوي او په تيزۍ سره روانه ده.

هغه خبرداری ورکوي، چې د دولتي مشرانو له خوا دغه چاره به په هېواد کې مختلف قومونو ترمنځ جنګ ته لمن ووهي.

احمدزي نن یک شنبه (جولای۲۶)  کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې په دې وروستیو کې ډله ډله خلک ده ته ورغلي دي او د ملېشو د جوړونې په اړه یې اندیښنې په ډاګه کړي دي.

دی وايي، عامو خلکو ترې په جدي ډول غوښتنه کړې، چې باید دغې لړۍ ته ژر تر ژره د پای ټکی کېښودل شي.

نذیر احمد له ولسمشر څخه غواړي، چې د قومي جنګ اچونې دغه لړۍ دې بنده کړي.

هغه وايي، د ملېشه جوړونې پر ځای باید د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ وشي.

د ولسي جرګې د دویم نایب په خبره په دې اړه د ملي امنيت، کورنيو چارو وزارت ته مکتوبونه هم استولي دي.

د ده د معلوماتو پر بنسټ ځينو غېر مسووله کړيو له لوري په ۳۷ ميله رتګينو، ۷۳ میله پيکا او ۴۰۰ میله کلاشينکوف غوښتنه شوې، چې په وينا يې دا د اندېښنې وړ خبره ده.

له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستيال دا په ډاګه کړه، چې د ملېشو جوړولو څخه د دوی هدف په هېواد کې د امنيت ټينګښت دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دی هم د ملېشی جوړونې مخالف دی.

ناصري زیاته کړه، چې دا کړنه د قومونو ترمنځ جګړې اوبې اتفاقۍ ته لاره هواروي او دا د هیڅ قوم په ګټه نه ده.

اخوا د ولسي جرګې غړې مېرمن ارین یون وایي، د ټولو افغانانو د  ۷۰اومو کلونو ترخې خاطرې په یادې دي.

د هغې په خبره د داسې ډلو ټپلواو ملېشو له لاسه یواځې په کابل کې له ۶۰ زرو ډیر بې ګناه انسانان ووژل شول.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې تېره ورځ په تخار کې یو شمیرخلکو د ملیشو جوړولو په اړه لاریون کړی وو او له دولت څخه یې غوښتنه کړې، چې باید ملېشو ته اجازه ور نه کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام