د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه

د بلخ ولایت پر ۲۰۹ شاهین قول اردو نن جمعه (اپریل۲۱مه) شاوخوا ۲ بجې د وسله‌والو له‌خوا برید وشو، چې د دغه برید له امله د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د شاهين قول اردو د قوماندانۍ وياند قهار ارام په دغه برید کې د وژل شويو سربازانو شمېر بیا ۸ او د ټپي شویو سرتېرو تعداد ۱۱ تنه ښودلي دي.

اخوا د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ویلي، چې بريدګرو پوځي يونيفرم اغوستی وو او د رنجر موټر په واسطه دننه ورغلي و، چې یو يې د امنیتي کسانو له‌خوا پېژندل شوی و او دویم يې د قول اردو ودانۍ ته ننوتی و.

داسې هم ویل کيږي، چې د بریدګرو شمېر ۶ کسان و، چې یو يې نیول شوی او پنځه نور يې وژل شوي دي.

قهار ارام دا هم ویلي، چې یو بریدګرو لومړی د قول اردو ودانۍ په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړی او نور يې بیا په یوه جومات او خوړنځي کې پټ شوی وو او له هغه ځایه یې ډزې کولې.

د بلخ د ولایتي چارواکو له خولې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د بریدګرو شمېر ۱۰ تنه و او د برید په پایله کې ۵۴تنه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۵۸ نور ټپيان دي.

خو ځينې راپورونه بیا د وژل شویو او ټپيانو شمېره له‌دې هم پورته ګڼي.

په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قومنداني د یاد ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې پرته ده، چې د افغانستان شمال او شمال ختيځو نهو ولايتونو مسوليت پر غاړه لري.

د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن هم برید غندلی او ویلي دي، چې وسله‌والو طالبانو دغه برید د ملي اردو پر جومات کړی دی.

له بل لوري دغه برید د بلخ والي عطامحمد نور له خوا غندل شوی او ویلي يې دي، چې امنیتي او کشفي ارګانونه باید خپلو کارونو ته زیاته توجه وکړي.

د ویلو ده، چې وسله‌والو طالبانو د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې او رسنيو ته د یوې خبرپاڼې په لېږلو سره يې ادعا کړې، چې په دغه برید کې يې افغان ملي اردو سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام