
د غزني امنیې قوماندان غلامداوود ترهخېل نن په دغه ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې ځانګړیو ځواکونو تېره شپه په اببند ولسوالي کې د عملیاتو پر مهال د طالبانو یوه بندخونه ماته کړې او ۴۰کسان چې ملکیان او نظامیان پهکې شامل دي، د طالبانو له بنده راخوشې کړي دي.
د نوموړي په وینا، په یادو عملیاتو کې ۹ طالبان وژل شوي او ۱۰ نور نیول شوي دي.
په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، طالبانو ۱۵ سرتېري چې دوی نیولي وو، راخوشې کړي دي.
نوموړی که څه هم پهدې اړه نور معلومات نه ورکوي، خو وايي، یاد سرتېري د دغه ولایت له شینډنډ ولسوالي نه راخوشې شوي دي.
بلهخوا وسلهوالو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دې ډلې د نظامي شورا د پرېکړې له مخې ۳۵ امنیتي ځواکونه چې له دوی سره بندیان وو، خوشې کړي دي.
په خبرپاڼې کې د ټولو سرتېرو نومونه لیکل شوي او د خوشې کولو دلیل یې هم پر هغوی د دوی رحم بللی دی.





