په هلمند کې د داعش ډلې یو مشهور سیمه ییز قومندان سلیمان شاه سره له ۴ تنو ملګرو، له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ د مطبوعاتو مسول شاه محمود اشنا سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د (اګسټ په ۵مه) د افغان امنیتي ځواکونو او داعش ډلې تر منځ په نښته کې د یادې ډلې مشهور سیمه ییز قومندان وژل شوی دی.
نوموړي وویل، چې یاده نښته د کجکي ولسوالۍ د لوی مانډه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې دوی د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.
اشنا زیاتوي، چې په دې نښته کې سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی.
د ده پر وینا، په دې نښته کې د داعش ډلې ۳ تنه نور غړي ټپیان شوي دي.
د سلیمان شاه په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي، چې له کومې مخالفې ډلې سره په لیکو کې ولاړ و.
تر دې مهال د دې ډلې له لوري رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
راپورنه وايي، چې د هلمند ولایت کجکي لومړنۍ ولسوالي ده، چې داعش ډله په کې بیرغ اوچتوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې ډلې تر ټولو مهم غړی ملا عبدروف خادم په همدې ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې له خوا وژل شوی و.
د راپورنو له مخې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار په اچین، غني خېلو او شینوار ولسوالیو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د داعش ډلې مشهور قومندان ګل زمان او جهادیار د له منځه تلو تر څنګ د دې ډلې مهم غړی مولوي شاهدالله شاهد هم ووژل شو.
شاهد الله شاهد د داعش ډلې له لومړیو هغو کسانو څخه و، چې د عراق او شام د اسلامي دولت له خلیفه ابوبکر البغدادي سره یې بیعت وکړ او د هغه تر مشرۍ لاندې د داعش له خوا د نومول شوي ولایت خراسان په ځېنو برخو کې وسله وال فعالیتونه پیل کړل.
شاهد الله شاهد چې په شیخ مقبول مشهور و؛ پخوا د تحریک طالبان پاکستان ویاند و او له (ټي ټي پي) څخه تر جلاکېدو وروسته یې له داعش ډلې سره یوځای شو.
شاهد الله شاهد هوډمن و، چې په یوه ستره جګړه کې له ځان نه د دې ترهګرې ډلې یوه مهمه سیمه ییزه څېره جوړ کړي.
په افغانستان کې د داعش له راپيدا کېدلو سره سم افغان امنیتي چارواکو ویلي وو، چې دوی د داعش پر وړاندې غلي نه دي ناست او د داعش د ځپلو لپاره یې د افغان امنیتي ځواکونو ځانګړې ډلګۍ جوړه کړې ده.





