د ریکا شپږم کنفرانس او یواځې د پخوانیو ژمنو یادونه

د ریکا کنفرانس او اقتصادي فورم د پرانیستې په غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي وویل، چې د ریکا شپږم کنفرانس به له تېرو کنفرانسونو سره توپیر ولري، ده د توپیر لامل په ریکا کې د سیمه ییزو هېوادونو ګډې ستراتیژیکي اقتصادي پروژو ته نغوته وکړه.

په نوموړي کنفرانس کې یواځې په هغو برخو خبرې وشوې، چې د دغه کانفرانس په تېرو شوو پنځو هغو کې پرې هم خبرې شوې وې او په دې برخه کې ځېنې پروژې هم ډیزاین شوې وې، چې تر اوسه یې ډیزاین نه دی عملي شوی. د دې پروژو څخه یې مهمې د ټاپي او کاسا زر پروژې دي، چې لا یې د تطبیق په موخه د کومې عملي هڅې څرک نه لیدل کېږي.

د ریکا په شپږم کنفرانس کې د کاسا او ټاپي په څېر پر نورو پروژو یو ځل بیا خبرې وشوې او په دې برخه کې ګډونوالو د خپلو همکاریو ژمنې یو ځل بیا تازه کړې، خو معلومه نه ده، چې اړوندې خواوې به دغه ژمنې عملي کړي او که نه؟

د کنفرانس د بحث په فورم کې د افغانستان په وسیله د سیمه ییزې اقتصادي نښلونې پر شالید هم بحث وشو او په دې برخه کې بیا هم تېرې ژمنې تکرار شوې. د کانونو او طبیعې زېرمو په برخه کې ګډونوالو وویل، چې افغانستان ډېرې داسې زېرمې لري، چې تر اوسه په خپل ځای پاتې دي او چا ورته لاس نه دی وړی، چې د سیمې هېوادونه وکولای شي؛ زېرمې استخراج او ګټه ترې واخلي.

د کنفرانس د بحث بله موضوع ټرانسپورت او ترانزیت و، په دې برخه کې پخوا هم ژمنې شوې وې او د ریکا په شپږم کنفرانس کې هم پرې بحث وشو. د ترانزیت په برخه کې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز پر پراختیا چې د سینکیانګ – ګوادر بندر له لارې به سره تړل کېږي، همدارنګه د چا بهار بندر چې د ایران له لارې به هند له افغانستان سره تړي. د افغانستان او ترکمنستان له لارې د ارپا سره د اقتصادي دهلېز رامنځته کېدل او د ترانزیت په برخه کې د ریل د پټلیو پر غځولو او ځېنو نورو پروژو بحث وشو.

د نوموړو پروژو د تطبیق له پاره ګډونوالو د سارک او نورو سیمه ییزو سازمانونو پر مرسته ټینګار وکړ.

د خصوصي سکتور غښتلی کول او د پانګونې هڅونه او همدارنګه د مالیاتي سیستم اصلاح د ریکا د شپږم کنفرانس د بحث بله موضوع وه، چې په تېرو کنفرانسونو کې هم په دې اړوند بحث شوي وو او د ځېنو پروژو د تطبیق وړاندیز شوی و.

د کنفرانس په حاشیه کې ځېنې فرعي ناستې هم وشوې، چې مهمه یې د انرژۍ د وزیر علی احمد عثماني پر مشرۍ ناسته وه، چې په کې د انرژۍ د منطقوي ظرفیتونو نه په ګټه اخیستنې خبرې وشوې.

دا ټولې هغه ژمنې وې، چې د ریکا په تېرو کنفرانسونو کې هم پرې خبرې شوې دي، د ریکا شپږم کنفرانس به هغه وخت اغېز ولري، چې ګډونوال د دغه کنفرانس ژمنې څه نا څه عملي کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام