د امریکا نړیواله پراختيايي اداره یا (USAID) به د افغانستان د عمومي نفوس شمېرنې د بشپړولو له پروسې سره ۱۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.
دغې ادارې د (اګست په ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه نفوس شمېرنه کولی شي، افغانستان او نړیوالو ملاتړو ته د افغانستان په اړه کره دموګرافیک او اقتصادي معلومات ورکړي.
د امریکال د نړیوالې پراختیايي ادارې مشر ویلیم همینګ وايي، چې دغه نفوس شمېرنه به له ټاکنو، د واکسیناسیونونو له کمپاینونو، د استوګونو د ځایونو د وېش له پروګرام، د بشري مرستو له وېش، د اضطراري حالاتو لپاره د طرحو او پروګرامونو په جوړولو او د ګڼو نورو ملي مسایلو په اړه له دولت او نړیوالې ټولنې سره مرسته وکړي.
د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د افغانستان د مرکزي احصايي اداره به دغه اقتصادي، ټولنیزه او دموګرافیکه نفوس شمېرنه د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق پر مالي مرسته په ۷۴ میلیونه امریکايي ډالر بشپړه کړي. د جاپان، ډنمارک او د بریتانیا نړیواله پراختیايي اداره د دغې سرشمېرنې مالي ماتړي دي.
په دغې عمومي نفوس شمېرنه کې به د افغاني ټولنې د ښار او کلیوالیو اوسېدونکو کره شمېره راټوله او محاسبه شي. له دې وړاندې د ولایتونو په کچه په بامیان، غور، دایکندي، پروان، کاپیسا، کابل او سمنګان ولایتونو کې سرشمېرنې شوې دي. د امریکا نړیواله پراختیايي اداره وايي، ښايي په پاتې ولایتونو کې د نفوس شمېرنې بهیر تر ۲۰۱۸ زېږديز کاله پورې بشپړ شي.
د افغانستان وروستۍ نفوس شمېرنه په ۱۹۷۹ زېږديز کال کې شوې وه، چې د افغانستان دوه – درې برخې وګړي یې په احصایه کې راوستي وو. د اوسنیو تخمیني احصايي له مخې افغانستان ۳۰ میلیونه نفوس لري.





