ایا بیا به کله ګوش د افغان ولسمشرانو د کوربتوب جوګه شي؟

 

نورستان د افغانستان په ختیځ کې هغه شنه او ښېرازه ځمکه ده، چې د نورو ارزښتونو تر څنګ له فرهنګي هغو هم برخمنه ده. 

خو اوس د جنګ، جګړو او نا امنیو له امله دغه له تاریخونو او فرهنګونو ډکه سیمه کې فرهنګي او تاريخي اثار د له منځه تلو په حال کې دي.

کله ګوش: 

هغه کوټې چې د شاهانو د مېلمستیاوو او بنډارونو غالی و؛ اوس د نه پاملرنې له امله ګنډوالې ګرځېدلي او په حویلۍ یې خپور شوی چمن پر یوه سپیره دښته بدل شوی دی.  

کله ګوش د نورستان یو له هغو تاریخي ځایونو څخه ګڼل کېږي، چې پخوا به د افغانستان شاهان د مېلو او ساعت تېرۍ لپاره وراتلل، خو اوس یې ظاهري بڼې ته په کتو سره داسي نه ښکاري چی ګنې دلته دې د وخت مخور مشران او شاهان راغلي وي.

کله ګوش د وخت د امیر حبیب الله خان د خوښې ځای و.

د سیمې د اوسېدونکو او تاریخي کتابونو د معلوماتو له مخې، امیر حبیب الله خان په کال ۱۳۳۷ه ق کال کې په همدې کله ګوش کې د شپی له خوا په یو برید کې ووژل شو، چې له هماغه وخته کله ګوش د پام وړ سیمه او د راتلونکو شاهانو د ښکار ځای وګرځېد او دا لړۍ د پخواني پاچا محمد ظاهر شا تر زمانې پورې روانه وه.

د نورستانیانو په وینا، د دغسې سیمې پر اوسېدونکو امیر عبدالرحمان خان او د هغه کورنۍ ځکه ګران و، چې دوی یې د اسلام پر دین مشرف کړل.

نورستانیان وايي، چې په په دغه ولایت کې کله ګوش د امیر حیبیب الله خان او د نورستانیانو ترمنځ د تګ او راتګ او د اړیکو د لازیاتولي یوه ښه پلمه شوه، ځکه خو به امیر حبیب الله خان د کله ګوش او نورستانیانو د لیدلو په موخه په کال کې یو ځل د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې پرتې تاریخي سیمې (کله ګوش) ته حتمي ورتللو.

۸۵ کلن قومي مشر وکیل غلام سخي د یادې سیمې په تاریخ ښه خبر دی او دی د ملي شورا په ۱۲مه دوره کې د نورستان د خلکو استازی پاتې شوی دی.

وکیل غلام سخي د امیر دلته راتګ او له هغه سره د خلکو چلند یادونه کوي.

وکیل غلام سخي نورستان ته د امیر ورتګ په اړه ډېرې کیسې لري، دی وايي، چې حبیب الله خان د خپل پلار خپل تاریخي خدمت تعقیب کړ او کله ګوش ته به راتللو.

دی وايي، له مشرانو یې اورېدلي، چې کله به امیر دلته راغی؛ ټول خلک به ورته راټول شول او د هغه لپاره یو خاص جوړ شوي ځای کې به ودرېد او خلکو ته به یې دوه – دوه افغانۍ ورکولې او خلکو به دا خبرې ورته بدرګه کولې، چې تخت او بخت دې بیدار وي، ژوندی دی وي افغانستان او ژوندی دې وي شاه. 

د وکیل غلام سخي پر وینا، په وروستي ځل د ملت بابا مرحوم ظاهر شاه زوی دې سیمې ته د ښکار په نیت راغلی و.

نوموړي وویل کله نه چې انقلاب پیل شو او دا سیمې د شوروي عسکرو وځپلې؛ نو شته ودانۍ ټولې خرابې او وروسته یې بیا کورنیو شخړو پاتې شوني هم له منځه یوړلې.

د وکیل سخي په خبره، د کرزي په دوره او له هغې وړاندې یې په هره غونډه او ځای کې یې د دې تاریخي سیمې د بیارغونې په اړه چغې وهلي دي، خو چا یې غږ نه دی اورېدلی او پاتې کنډوالې د خاورو په ایرو بدلې شوې.

د وکیل سخي پر وینا، د اوبو او انرژۍ وزارت ته په کار دي، چې د ولسمشر محمد داود خان پنځه کلن پلان کې د کله ګوش شامل شوی برېښنا بند په جوړولو سره کولی شي دغې سیمې ته د نړۍ د ګڼو هېوادونو سیلانیان د سیل لپاره رامات کړي.  

د نورستان د کفري دورې معبد او شراب خانه

دا یوازې کله ګوش نه دی، چې تاریخي اثار او نښې نښانې يې د هرې ورځې په تېرېدلو سره له منځه تللې دي، بلکې په دغه ولایت کې نور تاریخي ابدات هم له ورته برخلیک سره مخ دي. 

د نورستان واما ولسوالۍ د کفري دورې شراب خانه او د مرکز پارون د کفري دورې معبد د نورستانیانو فرهنګي میراث ګڼل کېږي.

خو د نورستاني مشرانو پر وینا، اوسمهال نه یواځې د دغو سترو  فرهنګي میراثونو نومونه سیمې په ورکېدلو دي، بلکې غصب شوی او شخصې ملکیتونه شمېرل کېږي.

د دغو تارخي ځایونو خلک وايي، که دولت د نورستان تاریخي سیمې همداسې له پامه وغورځوي؛ لېرې به نه وي، چې له راتلونکو ۵ – ۱۰ کلونو پورې به د نورستان د تاریخي میراث مهمه برخه له منځه لاړه شي.

په ورته وخت کې د نوروستان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ یو کارکوونکی ګل زمان نورستاني وايي، که څه هم یو څه کارونه یې کړي، تاریخي او اثار یې ثبت کړي، خو د قناعت وړ نه دي.

د ده په خبره، د مسلکی کارکونکو نشتوالی، د نورستان غرنی موقیعت او خراب امنیت؛ هغه ستونزې دي، چې د دوی د کارونو مخه یې نیولې ده.

ښاغلي نورستاني وویل، چې خلکو ته د تاریخي اثارو او سیمو په اړه بې ځایه فکر ورکړل شوی او ډېرو سیمو کې خو د تاریخي ځایونو او اثارو د بیارغاونې خبرې کفر ته تبلیغ ښکاري.

نورستاني وویل که څه هم دوی پوهېږي، چې د یو ولایت لپاره تر ټولو ارزښتمن حقیقت د تاریخې میراثونو لرل او ساتل دي.

نوموړي وویل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت ورسره ژمنه کړې، چې له بامیانو وروسته د نورستان د تاریخي ځایونو د بیا رغاولو وار دی، چې ډېر ژر به پرې کار پیل شي. 

نوموړي وویل وزارت پلان لري، چې د نورستان اثارو لپاره په مرکز کې د هیواد په کچه یو موزیم جوړ کړي، چې په دې کار سره به د نورستان ټول تاریخي اثار خوندي او هغه، چې تر اوسه نه دی ثبت شوي؛ هغه به هم ثبت شي. 

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي، د دغه کار د پیل د نېټې په اړه کره معلومات نه لري، خو چې ژمنې شوې دي او د ولایت په کچه د دوی له وسې څه نه کېږي.خووایي، باوري دي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به په دې برخه کې د دوی ژمنې عملي کړي.

خو لا تر اوسه دا پوښتنه پر ځای پاتې ده،  چې په سیمه کې روانې جګړې، نا امنیو او دخلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو ددې امکان شته؟ چې دنورستان ولایت کله ګوش، او تر اسلام وړاندې جوړ شوي معبدونه او نورو تاريخي ځايونه بیا د افغان ولسمشرانو او لوړ پوړو مقاماتو د یوې تفریح ځای په توګه د کوربتوب ویاړ تر لاسه کړي؟ 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام