د ولسمشر د ویاند مرستیال سيد ظفر هاشمي سلام وطندار ته وویل، ولسمشر اشرف غني نه غواړي، چې په اوسنيو شرایطو کې د ملي دفاع وزیر په معرفي کولو سره د قدرت او یا هم په امنيتي ـ دفاعي سکټور کې د رهبرۍ خلا رامنځ ته کړي.
هغه زیاته کړه، چې په همدې وجه پارلمان ته د ملي دفاع وزارت له پاره بل نوماند له معرفي کېدلو ډډه شوې او تر یوې نامعلومې نېټې پورې به په ځنډېدلي حالت کې وي.
له بل لوري بیا د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې په اوسنيو شرایطو کې به د دفاع وزارت له پاره د نوماند وزیر پېژندنه د هېواد پر امنیت مثبته اغېزه وکړي.
هغه خبرداری ورکوي، چې د ملي دفاع وزارت له پاره د نوماند نه پېژندنه به په هېواد کې د جنګ لمن لا پراخ کړي.
د ملي دفاع اوسنی سرپرست وزیر محمد معصوم ستانکزی دی، چې له دې وړاندې د سولې عالي شورا منشي و.
د نظامي چارو کارپوه امرخېل زیاته کړه، چې د ملي دفاع وزارت له پاره د نوماند په معرفي کولو سره به په هېواد کې ټولې ستونزې پای ونه مومي.
هغه وايي، چې د ستونزوپیل دواړو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو نتیجه ده.
څو میاشتې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني محمد معصوم ستانکزی يې د ملي دفاع وزارت له پاره ولسي جرګې ته د اعتماد رای ورکولو په موخه واستوه.
ستانکزي ونه شوی کړی، چې د ولسي جرګې له اکثریتو غړو څخه د اعتماد رایه واخلي.
د ملي دفاع وزارت د نوماند نه معرفي کول د يو شمېر هېوادوالو غوسې هم را پارولي؛ دغه هېوادوال وايي، چې د ناامنو يو عمده لامل د ملي دفاع وزارت له پاره د نوماند نه معرفي کول دي.





