وسله والو طالبانو د کندوز کلای زال ولسوالۍ ونیوله

د کندوز ولایتي شورا وايي، چې وسله والو طالبانو د دې ولایت د کلای زال ولسوالۍ نیولې ده.

د کلای زال اوسېدونکی او د ولایتي شورا غړی اسدالله سادات وايي، چې امنیتي ځواکونو د کندوز شمال لوري ته د ابدان دښتې په لور شاتګ کړی او ولسوالۍ طالبانو نیولې ده.

سادات وايي، چې په دې جګړه کې د کلای زال امنیه قوماندان صفي الله امیري هم وژل شوی دی، خو امنیتي سرچینو د امیري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

رارسېدلي راپورونه وايي، چې د کلای زال امنیه قوماندان ټپي شوی دی.

په شمال کې د ۸۰۸ زون د پولیسو قوماندان شیرعزیز کاموال بیا د کلای زال سقوط ردوي او وايي، چې طالبانو په ډله ییز ډول په ولسوالۍ برید کړی، خو ځانګړي ځواکونه سیمې ته ورغلي دي.

کاموال وايي، چې "څو ساعته وروسته به مثبت خبرونه واورئ"

په کندوز کې د سلام وطندار د خبریال په قول په کلای زال کې لا هم جګړه په شدت روانه ده او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دې ولایت امنیه قوماندان، د موجودې فرقې قوماندان او د پولیسو د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر موجود دي.

د کندوز د والي ویاند سید محمود دانش وايي، چې تر اوسه د کلای زال ولسوالۍ اداري واحدونه د امنیتي ځواکونو په لاس کې دي او امنیتي ځواکونو له یوې ځانکړې محدودې ساحې په شا شوي دي.

وسله والو طالبانو په خپرې شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د کندوز کلای زال ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ، د ولسوالۍ ودانۍ او ټولې امنیتي پوستې یې نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او زیات شمېر درنې او سپکې وسلې یې نیولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام