ننګرهار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځینی نندارتون جوړ شو

د ننګرهارولایت د کرنې او مالدارۍ چارواکي وايي، چې دغه ډول نندارتونونه جوړل د کورنیو کرنیزو او صنعتي تولیداتو د بازار موندنې او د توکو د اشنايي له پاره مهم دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس انجینیر شاکر وویل، چې په دغه نندارتون کې له سلو په زیاتو غرفو کې په ختیځ زون سربېره د بلخ، کندهار او له نورو ولایتونو نه راوړل شوي کرنیز او صنعتي توکي نندارې ته کېښودل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي د نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل، چې دا د هېواد په کچه د کورنیو کرنیزو او صنعتي توکو یو لوی نندارتون دی.

الکوزي له حکومت څخه وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او ودې له پاره دې د خصوصي سکتور او تولید کوونکو سره ګډ پروګرامونه جوړ کړي.

نوموړي په ټولو افغان سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

خان جان الکوزي د وارداتو په کمولو او کورنیو تولیداتو ته د لارموندې پر موضوع ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې حکومت باید په خامو موادو ټکس را کم کړي.

دغه نندارتون به درې ورځې د مینوالو او پېرېدونکو پرمخ خلاص وي.

نندارتون ته راغلو صنعت کارانو وویل، چې تولیدات یې د کیفیت له اړخه د بهرنیو هېوادونو د تولید شویو توکو په پرتله معیاري دي.

دغه نندارتون کې د نورو کورنیو تولید شویو توکو په پرتله کرنیز او حیواني محصولات زیات نندارې ته کېښودل شوي دي.

توحید علي، چې د باغدارۍ او مالدارۍ په ملي  پروژه کې کار کوي؛ وویل، چې دغه نندارتون ته یې د بڼوالۍ او مالدارۍ ځېني توکي نندارې ته راوړي دي.

توحید علي وايي، دغه نندارتون ته یې هغه توکي راوړي دي، چې: دوی غواړي خلک ورسره اشنا کړي، په دې نندارتون کې بیاتیانې، د خښتو قالبونه، کونجاړه، د شړشمو کنجاړه او سره نندارې ته ایيښي دي.

دغه توکوي د مالدارۍ او باغدارۍ په برخه کې راوړل شوي دي.

د ختیځ زون د لبنیاتو د فابریکې یو کارکوونکي عبدالولي، چې شیدې، مستې، تروې او ګڼ نور حیواني محصولات یې په یوې غرفه کې نندارې ته اېښي وو، سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له دې پخوا د بهرنیو حیواني محصولاتو بازار ښه و او اوس خلک د کورنیو تولیداتو کیفیت ولید بازار یې ښه شوی دی.

ده وویل، چې کورني تولیدات د بهرنیو هغو په پرتله هم په بیه کې ارزانه دي او هم یې کیفیت ښه دی.

عبدالولي وايي، که حکومت ورسره په امنیتي او برېښنايي برخه کې مرسته وکړي، تولیدات یې دسیمې له هېوادونو سره سیالي کولای شي.

اوس مهال ننګرهار کې له ۲۵۰ زیاتې تولیداتو لویې او کوچنۍ فابریکې شته، چې له دې جملې څخه د ۲۲ فابریکو چارې یې ښځې سمبالوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام