قدیر: داعش تورې بوړې ته د ننوتلو پلان لري

د ولسي جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر نن (شنبه) ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، حکومت د داعش ډلې فعالیتونه پټوي، خو په واقعیت کې په افغانستان کې د دغې ډلې فعالیت او نفوذ ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

د ظاهر قدیر په خبره، که داعش ډله د هېواد په ختیځ کې توره بوړه ونیسي عملا به د خراسان خلافت جوړ کړي.

د ده پروینا، د شپې له خوا ناپېژانده چورلکې د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې دوی ته خوراکي توکي او تجهزات کوزوي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال ظاهر قدیر وايي، داعشي وسله والو ستراتیژیکه سیمه پچیراګام تر خپلې ولکې لاندې راوستي او هڅه کوي، چې تورې بوړې ته ځانونه داخل کړي.

خو سیاسي شنونکی فردوس کاوش بیا سلام وطندارته وویل، په افغانستان کې داعش ډله دومره پياوړې نه ده، چې د خلافت بنسټ کېږدي.

د ده پرخبره، هغه کسان چې د داعش ډلې د پياوړ تيا خبرې کوي، له حکومت څخه د امتیاز اخیستو په لټه کې دي.

د کاوش پروینا داعش ډله اوسمهال د ځپلو او ماتې په حال کې ده. افغان دولت ته اوسمهال ستراتیژیک ګواښ طالبان دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې داعشي وسله والو له شاوخوا دوه اونۍ راهیسې د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ بریدونه پیل کړي او امنیتي چارواکي د هوايي ګوزارونو له لارې د دوی د ځپلو خبره کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام