د واورې ورېدو له امله د غور ولایت ټولې لارې بندې شوې دي

د غور ولایت بیړني حالت کمیتې رییس حمیدالله دادفر سلام وطندار ته وویل، په غور کې بې مخینې واوره اوریدلې او لاهم دوام لري.

دادفر په ټينګار سره وویل، که د دغه اورښت له امله خلک زیانمن شي اداره يې هیڅ هم  په لاس کې نه لري چې زیانمنو خلکو سره مرسته وکړي.

د نوموې په خبره  په غور کې له پرون ماښام نه سخته واوره پیل شوې له ټولو ولسوالیو سره د مرکز لارې بندې شوي او په وينا يې تر اوسه پورې د کومې پيښې راپور نه دی ورکړل شوی، خو که کومه پیښه رامنځته شي، نو ښايي په انساني ناورین بدل شي.

د غور ولایت د بیړني حالت کمیتې مشر د بیړنیو مرستو نه زیرمه کولو له امله حکومت، کورني او ځیني بهرني مرستندویه بنسټونه په بې پروايي تورنوي.

د ښاغلي دادفر پروینا یواځې د خوړو نریوال پروګرام ۴۰۰ کورنیو ته د مرستې ژمنه کړې ده.

دادفر زیاتوي، که د واورې اورښت همداسې دوام وکړي ښایي ځایي خلک   د سونګ توکو او روغتیايي خدمتونو له کموالي سره مخ شي.

خو د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي سلام وطندارته وویل، د طبیعی پيښو پر ضد مبارزې اداره د یو میلیون او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي زیرمه کړي خو د طبیعي پیښو په وخت کې دا مرسته بسنه، نه کوي.

غور د افغانستان یو له سړو ولایتونو څخه دی چې هرکال د دغه ولایت اوسیدونکي ژمی له ډیرو ستونزو سره مخ وي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام