د یو طالب قوماندان له بېرته یوځای کېدو وروسته په فاریاب کې د جګړې بیا پېل

وروسته له هغه، چې د رحیم داد په نوم حکومت ته د وسله والو طالبانو تسلیم شوی پخوانی سیمه ییز قوماندان یو ځل بیا له طالبانو سره یوځای شو، نو د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې جنګ زور اخیستی.

د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي سلام وطندار ته وویل، چې همدا اوس له دغه قوماندان سره د خواجه سبز پوش ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونمل هاشم باتور په جګړه بوخت او په خپل لاس ټپي شوی هم دی.

معصومي وايي، چې د افغان ځواکونو له خوا د هاوان ویشتو له امله طالبانو سره د بېرته یوځای شوي قوماندان رحیم داد ورور عبدالرووف سره د ۴ طالبانو وژل شوی دی.

همدارنګه د خواجه سبز پوش ولسوال وویل، چې طالبانو د نظر میده په نوم یو تن، چې د پاڅون کوونکو همکار و په ډزو وژلی دی.

له بل لوري داسې راپورونه هم شته، چې په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هاوان له امله ۵ ملکي وګړي ټپيان شوي هم دي.

له بل لوري د فاریاب د عامې روغتیا رییس ډاکټر معروف ثمر وايي، چې دوی ته ۲نارینه، ۲ ماشومان او یوه ښځه په ټپي حالت ور رسيدلې او اوسمهال د افغان ترک په بېړني سرویس کې بستر دي.

له بل لوري امنیتي مسوولین وايي، چې د خنجر ۱۵ په نوم يې ګډ پوځي عملیات پېل کړي دي او همدا اوس د فاریاب ولایت په شورقل للمي او شورقل ابي سیمو کې يې عملیات روان دي.

اوسمهال افغان امنیتي چارواکي هم تاییدوي، چې د فاریاب ولایت خواجه قشري او شورقل ابي سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

وروسته له هغه، چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د طالبانو پر ضد په شیرن تګاب، خواجه سبز پوش او دولت اباد ولسوالیو کې پوځي عملیات پېل شول، نو د طالبانو سیمه ییز قوماندان رحیم داد له افغان دولت سره یوځای شو.

د فاریاب ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند عبدالکریم یورش سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره په واک کې نه لري، خو وايې چې افغان ځواکونو په لسګونه وسله وال طالبان وژلي دي.

د فاریاب سیمه ییزو مسوولینو پر وینا، رحیم داد د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان و، چې د دغه ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د روان کال په تېر وري میاشت کې له ۶۵ وسله والو سره له دولت سره یوځای شو، خو دغه قوماندان تېره ورځ بیا د وسله والو طالبانو لیکو ته ورغلی.

یاده دې وي، چې تر اوسه د دغه قوماندان د مخالفت دلیل نه دی معلوم شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام