که د م، م امنیت شورا پر حزب اسلامي لګېدلي بندیزونه لرې نه کړي؛ بیا هم ګلبدین کابل ته راځي

په ځینو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې روسي چارواکو ویلي، د حزب اسلامي او د دې حزب د مشر ګلبدین حکمتیار نوم له تورلېست څخه د وتلو مخالفت به وکړي؛ خو د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر وایي، که بندیزونه لري هم نهشي؛ حکمتیار به ډېر ژر په کابل کې راڅرګند شي.

د دې حزب د مطبوعاتي دفترغړي ډاکټر محمدنادر افغان سلام وطندار ته وویل، د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړهلیک څخه امنیت شورا ملاتړ کړی او زیاته یې کړه، ډېر ژر به دغه بندیزونه لرې شي.

دی وايي، له روسي چارواکو سره شویو مذاکراتو کې هغوی ډاډ ورکړی، چې پر حزب اسلامي او د هغې پر مشر د لګېدلو بندیزونو په لرې کولو کې به مرسته کوي.

دغه راز محمد نادر افغان وویل، دولت ته یې له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کسانو لېست ورسپارلی، چې یو ګډ کمېسیون پرې کار کوي.

افغان وايي، کمېسیون په دې څېړنه کوي، چې د حزب اسلامي دغه شمېر کسان په جنايي جرمونو او د نشهیي توکو په کاروبار کې لاس و نهلري.

ده همدا ډول وویل، ډېر ژر به د حزب اسلامي لومړۍ ډله بندیان، چې شمېر به یې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ تنو وي له بندي‌خانې راخوشې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام